ماداسې ډيرليدلي

ظاهروي سپين خووي ګندا،ماداسې ډيرليدلي
وي لوی شيطان،ځان کړي ساده،ماداسې ډيرليدلي
نه يې بچي،نه دی وي وږی،نه مجبور،نه غريب
بس وي عادت ،ګرځي ګدا، ماداسې ډیرليدلي
زړه به يې غواړي مينه ،عشق اومحبت وکړي ،خو
کړي به بې ځای نازاوادا،ماداسې ډيرليدلي
ويني به څکي دسکه ورور،سترګې جايدادته پټې
کړي دجنت هم غږيدا،ماداسې ډيرليدلي
خپل به ناتوانه ،بې ښمره ،ديوې چارې نه وي
وياړبه په پلارکړي ،پردادا،ماداسې ډيرليدلي
دعوادحق کړي دبشر،لګيابشربه وژني
ددوی قانون ،ددوی قاعده ،ماداسې ډيرليدلي
لباس پرغاړه پاک،صفا،هم يې تعليم کړی وي
خووي پاګل اوهم لوده،ماداسې ډيرليدلي
رندان مدهوش لاړشي محفل نه ،خوارساقي پاتي شي
څيرې ګريوان پرميکده ماداسې ډيرليدلي
رندان په تمه دیوه ګوټ،په ميکده کې پراته
نه وي ساقي نه يې باده،ماداسې ډيرليدلي
که ښکلي زرقسمه وخوري ،اعتبارپرې مه کړئ
نه لري ژمنه نه وعده ،ماداسې ډيرليدلي
لکه ګولۍ يې (منتظره) په نظرويشتل کړل
نيغه پرزړه به لګيده ،ماداسې ډيرليدلي
زيب (منتظرمسيد)
2/7/2010
پيښور