
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۷مه) په راپورونو کې راغلي، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیرې نېکي هیلي ویلي، هند دې د ایران پر تېلو اتکا پای ته ورسوي.
هغه په دوه ورځني رسمي سفر هند ته تللې پرون چهارشنبه د هند له صدراعظم، نرېندرا مودي سره وکتل.
اغلې هیلي، صدراعظم مودي ته وویل چې متحد ایالات پر دې کار کوي چې هند اجازه ولري چې د ایران له چابهاربندره افغانستان ته د تجارتي موادو د انتقال لپاره استفاده وکړي.
بل خوا رویټرز بیا لیکلي، د امریکا متحدو ایالاتو له خپلو متحدانو غوښتنه کړې چې د ایران د تېلو واردات بند کړي.
د امریکا د خارجه وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي چې هویت یې نه دی څرګند شوی دغه خبري اژانس ته ویلي چې امریکا ښايي د روان کال د نوومبر له میاشتې وروسته په دې برخه کې هېڅ استثنا ونه مني.