امریکا: عربستان دې افغان جګړې په پای ته رسولو کې رول وښيي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۷مه) راپورونه کاږي، امریکا د سعودي عربستان له دې پرېکړې هر کلی کړی دی، چې پر طالبانو یو د اوربند غځولو غږ کړی و.
 
ویل شوي، چې امریکا د سعودي عربستان له پادشا مننه کوي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅه کوي.
 
امریکا په افغانستان کې د زغم، مصالحې راوستلو او تاتریخوالي د پای ته رسولو نوې لړۍ پیل کړې ده او سعودي عربستان په دې برخه کې ډېره همکاري کولی شي.
 
په ورته وخت کې امریکا پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې که کولی شي له افغان سولې سره مرسته وکړي او هلته د خبرو او مذاکراتو زمینه برابره کړي.