
(روهي -۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۶مه) په راپورونو کې راغلي، چې د امریکا ملي امنیت سلاکار بولټن روسیې ته په دې موخه تللی و، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ تر منځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
ویل شوي، چې مسکو ته د ده سفر هیلې وربخښلې، چې د مسکو او واشنګټن تر منځ د خرابو اړیکو د ښه کېدو لپاره اقدامات کېدای شي.
هغه د روسیې له ولسمشر سره د امریکا او روسیې پر اړیکو او دغه راز د ټرمپ او پوتین تر منځ د ممکنه سرمشریزې په اړه خبرې کړې دي.
په پام کې ده دغه سرمشریزه راتلونکې میاشت وشي.
نوموړي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف او د ملي امنیت له لوړ پوړي غړي ایفریانوف سره تر جلا خبرو وروسته له پوتین سره هم وکتل.