عالمانو ته ګواښونه د حل لار نه ده

د عالمانو شورا وروستیو تحرکاتواو غونډو وسلوال مخالفین ویرولي دي، او داسې فکر کوي چې د جګړې پلمه یې له لاسه وتونکې ده. د افغانستان دیني عالمانو په یوه کمساري اقدام کې نور تاوتریخوالي ته نه ووایه. دوي شاوخوا میاشت وړاندې د لویې جرګې تالار کې را غونډ شول او په یوه خوله یې افغانستان کې روانه وینه توییدنه حرام او ناروا وبلله. خو د پردیو ګټو لپاره جنګېدونکي وسلوال دوي ګواښي چې دغه کار یې بې ځوابه نه پاتې کیږي.

که خبره د جګړې ده، هره جګړه یو هدف او مرام لري، چې د هغه مرام او هدف تر لاسه کولو لپاره جګړه کیږي اوس چې ټولو لوریو د جګړې پر ځای پر سولې ټینګار کړی، حکومت خپل یو اړخیز اوربند غځولی، له یرغلیز حالت یې دفاعي حالت ته ځان عیار کړی، داسې حالاتو کې وسلوال د څه لپاره جنګیږي، که خبره د جګړې ده، پوښتنه خو باید وشي چې د څه لپاره جګړه. که وایاست بهرني ځواکونه دې نه وي، خو د دې لپاره هم حکومت خبرو ته ور پرانیستی، حکومت وایی چې که خبرې پایله ورکړي، د بهرنیو ځواکونو د وتو لپاره مهالویش ټاکل کیږي.

هیڅوک هم نه غواړي او نه خوښوي چې بهرني ځواکونه دې هېواد کې شتون ولري، او په خلکو دې واکمن وي، د ټولو افغانانو خاصیت آزادي او خپلواکي ده خو د هرې ستونزې د حل لپاره په ټوپک او زور ټینګار د حل لار نه ده، که داسې وای دغه سپین ږیري چې اوس کابل کې ناست دي، او یو مهال د نظام په وړاندې جنګېدل، څه یې لاسته ورغلل چې اوسني جنګېدونکي وسلوال مخالفین یې تر لاسه کول غواړي. راځئ چې ټول د مسلمانانو د خوشحالولو لپاره سوله وکړو. سوله یو الهي امر دی، بې سولې ژوند ناشونی دی. سوله کې هر څه کیدای شي.
ولسمشر محمد اشرف غني له هر اړخه او له هرې لارې هڅې تیزې کړي څو سوله راشي. د عالمانو شورا ناستې او پرېکړې د ستاینې دي، مخکې داسې انګېرل کېده چې دغه شورا د ورځې حالاتو مطابق پرېکړې نه شي کولی خو اوس یې چې میدان ته را دانګلي او سولې ته کار کوي او روانه جګړه ناروا بولي، دا د خلکو د افکارو روښانولو لپاره ستر ګام دی.

عالمان د پیغمرانو ورثه دي، او د افغانستان په څېر بېرته پاتې ټولنه کې خو ټولې سترګې او غوږونه عالمانو ته ور اوړي، دې کې شک نشته چې افغانان ټول تقریبا مسلمانان دي، افغانان په سوله ییز چاپیریال کې ژوند کولو ته سخت تږي دي، که طالبان ځانونه افغانان بولي، او وایی چې د دې خاورې بچیان دي، نو رادې شي، د هېواد ښیرازۍ لپاره دې د عالمانو د ګواښلو پر ځای د سولې خبرې پیل کړي.

د تېر کمکي اختر په درې ورځو کې طالبان ښارونو کې ولیدل شول او د ټولو تمه دا وه چې نور به د جګړې پر ځای سوله راځي، خو د اختر درې ورځو په پای سره طالبانو بېرته هغه لار خپله کړه چې له اولسو کلونو راهیسې پرې روان دي، طالبان دې د پردیو ګټو لپاره په خپلو اوږو ایښودل شوی ټوپک نور ښکته کړي، د ټوپک پر ځای باید یوم او قلم را واخلو او جګړې ته نه ووایو.

دوه زره اتلسم کال کې د سولې د ټینګښت لپاره هیله بښونکي ګامونه پورته شوي دي، ټول اوس د سولې په ارزښت پوهیږي، له هلمنده څو ځوانان کندهار ته وروسته له کندهاره تر کابله په پښو راغلل، د سولې دا ولسي حرکت کابل کې ډېر پراخ شو، د سولې لپاره دا لوی ګام دی چې د ولس لخوا اخیستل کیږي.

د افغانستان سوله اوس یوه اړتیا ده، طالبان نه شي کولی دا ملي او نړیواله غوښتنه د جګړو پر دوام سره رد کړي. د طالبانو درې ورځنی اوربند د لوی پیغام درلودونکی وو، خلک اوس سوله غواړي، او په هره بیه چې کیږي سوله اړینه ده. د سولې د ټینګښت لپاره د حکومت او عالمانو شورا هڅې نتیجه ورکوي، که نن وي او سبا دا هېواد سولې ته رسیږي. سوله اوس یو انتخاب دی چې بدیل نه لري، د ټولو خیر او عزت سوله کې دی. د ملي یووالي حکومت د سولې د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې کړي او اوس د افغانستان د عالمانو شورا ترڅنګ سعودي عربستان هم د سولې غږ اوچت کړی دی، د الحرام جومات خطیب په کم ساري خطبه کې د افغانستان لپاره دعا کړې، د سعودي پاچا د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه او د امریکا دفاع وزیر وویل چې د سولې لپاره هیله بښونکې نښې ویني.

د افغانستان د عالمانو شورا وروستۍ خبرې د خلکو غوښتنه وه، افغان دیني عالمان دې د څو وسلوالو مخالفینو په ګواښ نه ویریږي. حکومت دې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو تر څنګ له اداري فساد سره مبارزه ګړندۍ کړي، له وسلوالو دې دا پلمه واخیستل شي، چې حکومت فاسد دی، حکومت کار نه شي کولی او داسې نورې بې بنسټه خبرې او څرګندونې.

پای