امریکا: د ایران اقتصاد زیانمنولو لپاره هر څه کوو

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز، چنګاښ۶مه) ویل شوي، چې د امریکا ملګري هېوادونه دې تر راتلونکې نوامبر میاشت پورې له ایرانه د نفتو واردول ودروي.
 
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کاږي؛ امریکا په دې هڅه کې ده چې تر راتلونکې نوامبر میاشتې پورې پر ایران له هره اړخه کړۍ را ټینګه کړي.
 
ددغه هېواد بهرنیو چارو وزات مسوولینو ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به یو امریکایي پلاوی په همدې تړاو د خبرو لپاره منځنۍ اسیا ته لاړ شي.