هند کې ماین چاودنې، ۶ سرتېري ووژل

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۶مه) هندي رسنیو لیکلي، چې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۶ سرتیري وژل شوي دي.
 
ویل شوي، چې سرتیري د ناسمو معلوماتو اخیستلو له امله د هند په شرقي جارکند ایالت کې د یاد ماین ښکار شوي دي.
 
د هند پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده.