طلباوو کرامو؛ علماوو کرام وګواښل

 
نن سه شنبه د چنګاښ په پنځمه طابانو دیني علماوو ته ګوتځنډنه کړې او وېل یې دي چې د هېواد او نړۍ پر اسلامي علماوو غږ کو چې د دښمن په غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او وېلې یې دي چط د افغانستان د روانې جګړې په اړه د علماوو جوړېدونکې ناستې د امریکا په پلان او تمویل تر سره کېږي.

خو خبره دا ده چي اې طلباوو کرامو تاسو ته خو ښه معلومه ده چې په روانه ګړه کې بېسوادي زیاتېږي، وروسته پاته کېږو د علم ځای چې رڼایي راولي د جهل تیارې نورې هم خپرېږي، لنډه دا چې د ژوند په هر ډګر کې وروسته پاته کېږو او په دې هم ښه پوهوېږئ چې همدا اوس یهود او نصارو د ژوند په هر ډګر کې له موږ څخه مخکښ دي، چې دا ټول د همدې غملړلې جګړې له امله دي کومه چې تاسو یې طرفدار یاست او د همدې جګړې له امله انسان وژنه ورځ تر بلې زیاتېږي، فساد زیاتېږي، دیني ارزښتونو تر پوښو لاندې کېږي، انساني ارزښتونونه – بشري ارزښتونو تر پښوو لاندې کېږي، ښوونځي شندېږي یا هم ورانېږي ستاسو ملګري له ښوونځیو او عام المنفعه ځایونو څخه د سپر په څېر ګټه اخلي، دولتي چارواکي یې هم د ځینو مجبوریتونو له امله کله د ټاکنو د نوم لیکنې له پاره کاروي او کله یې د ټاکنو د مرکزونو په موخه ترې ګټه اخلي چې اصلي لامل یې همدغه بدمرغه جګړه ده.

آیا ستاسو وسله وال طالبان د سړکونو د جوړولو او بیا رغولو د شرکتونو له کار کوونکو پیسې په زور نه اخلي؛ آیا په زور او جبر له اړو خلکو پیسې اخیستل غلا نه ده؟ آیا د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې نه ده؟ آیا ملک د مور حیثیت نه لري؟ نو اې طالبه! ته د یوه مسلمان په صفت دا منې چې اسلامي- قراني او نبوي احادیث د علم او پرمختګ په هکله بار بار امر کړی؛ نو بیا ولې تاسو او ستاسو همکاران له مکتب او یا نورو د زده کړو له مرکزونو د سلاح او یا وسلو ساتلو وسیله یا ذیرمې په توګه ګټه اخلي، نو بیا ولې د خپلو موخو په خاطر په ښوونځي کې یا هم د نورو زده کړو د مرکزونو په خوا کې د ماینونو کېښودل کېږي په داسې حال کې چې ستاسو د واک په سیمو کې زده کوونکي ستاسو له خوا جګړې ته تشویق کېږي آیا دا تعلیم د مخنوي په معنی نه ده؟ او د پرمختګ له نعمته مو نه بې برخې کوي، یا مو له تعلیم څخه نه محرومي او له کم عرمه ځوانانو څخه په ګټې سره خپلې موخې تر سره کوئ دا د انسان د تېر ایستلو معني نه لري او تر ټولو مهمه خبره لا دا چې ستاسو تر واک لاندې سیمو کې د ښځو د تعلیم او پرمختګ مخه نه ده ډب شوې او ولې یې امنیت تاسو نه نیسئ ايا بار بار د زده کړې به هکله امر نه دی شوي، آیا تعلیم په پر ښځه او نر فرض نه دی؟ آیا ستاسو ښځه، خور مور ښځینې ډاکټرې ته اړتیا نه لري، او یا ستاسو مور خور یا مېرمن ښځینه استادې او یا احد اقل ښځینه ښوونکې ته اړتیا نه لري ایا لمر په دوو ګوتو پتېږي؟ نه هېڅکله نه! دا ستاسو لهامله دي چې سولې نه مني دا یاد دیني – فرضي او ملي ارزښتونونه تر پښو لاندې کېږي او جهل او زور زیاتې زیاتېږي. علما کرام وایي چې په دې وخت کې د یوه سنت را ژوندي کول ثواب د فرضو ار او ثواب لري بیا تاسو ولې فرضي اعمال تر پښو لاندې کوي؟

تېره اونۍ مې د ازادۍ راډیو یو تصویري ګزارش ولید چې نصرت پارسا چمتو کړي و د لوګر له زرغون ښار سیمې څخه چېرته چې ستاسو طلباوو کرامو واکمني ده په ښاره ستاسو یوه قوماندان چې عمر یې غالباً 45 کلن و د جنونو د تعلیم په هکله یې ووېل: چې موږ دلته د هغو نجونو ښوونځي تړلي دي چې عمر یې لږ ډېر وي ځکه شریعت د غټو نجونو د تعلیم اجازه نه شته او باید به کور کیني آیا دا خبره پّ کوم آیات یا حدیث شریف کې راغلې، نه ځکه د اسلام دین بشپړ دین دی، د تعلیم او پرمختګ مخه نه نیسي بلکې بار بار یې په دې هکله امر کړي چې تعلیم وکړي او پلټنه وکړي تاسو به په دنیا یا نړۍ کې نوي نوي شیونه پیدا کړي.

په کتابونو کې راغلي دي چې په علما پیسې خبرې کول هم سخته ګناه ده؛ نو ګواښل خو لا پر خپل ځای پرېږده او همدا راز لیکل شوي دي چې حد اقل له علماوو سره مینه وکړئ؛ نو آیا ستاسو ګواښل له دیني- مذهبي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي؟ تر ټولو مهمه خبره ده چې که همدا علما د سولې خبرې پرمخ یونه سي نو بیا به دا جګړه څنګه پای ته رسي.

بله خبره دا چې تاسو د کندهار د سړک کار کوونکي تښتوي دا د پاکستان د خشالو په معني ده که د الله جل جلاله د رضا او له وطن سره خاینت یا په اصطلاح له مور سره د خیانیت په معني ده او آیا د سلما بند د مدافعین وژل د ایران د خوشحالولو په معني ده که له مور سره د خیانت په معني ده؛ نو که همدا علما تاسو دې ته متوجه نه کړي چې د پاکستاني تورلینګي خوشالول د خپل ملک په ورانولو کې مه لټوه تاسو به د یوه عادي وګړي خبره ومني نه هېڅکله نه! نو ښه خبره دا ده چې خپل سر په ګرېوان کې ټیټ کړئ او د ملک او د دې خاورې عزت په نظر کې ونیسي او تر ټولو دمخه دیني او ملي ارزښتونو په نظر کې ونیسئ او د پنجابي یا ایراني د کوم بل بادر خبره مه پر ځمکه ووهئ او د سولې پرمختګ او مینې لار غوره کړئ هغه سوله چې الله جل جلاله یې غواړي او هغه سوله چې انبیا علیه السلام یې خوښوي او انسانان او هر ژوندی یې خښوي.