وايي اغيار چي ترهګر دى پښتون
زۀ وام د مينې پيغمبر دى پښتون
چي څنګه دي هغسې نه پيژني
ځكه له وخته مرور دي پښتون
كه مري دارو د منت نۀ خوري د چا
ځان ته طبيب ځان ته نشتر دى پښتون
فكر او خيال يې دومره لوړ كړي پرواز
چي د جبريل كيڼى وزر دي پښتون
رڼا دستورو ته محتاجه نۀ دى
خپله رڼا په خپله لمر دي پښتون
د ظلم باد يې ټيټولاى نۀ شي
د هر طوفان مخې ته غر دى پښتون
د نيا يې تنګه په نظر كښې ښكاري
هم سمندر هم قلندر دي پښتون
خداى دي كړي بيرته په يو ځاى په اتفاق
پاشلى وخت كه لر اوبر دي پښتون
وايي اقبال داردو ژبې شعر
د آسيا زړۀ اوځيګر دي پښتون
پام چي سينه ورسره ونۀ وهې
په دواړه خوا تېره خنجر دي پښتون
كه څوك تپوس كوي چى څوك دى پښتون؟
كوټه، كابل او پېښور دي پښتون
تل دى د امن طلبګار عديمه!
چى څوك يې وڅېړي بيا شر دى پښتون
نورالدين عديم ثاني
......................................................
وروستي