
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۶مه) د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه امر ومانه، چې امریکا ته د څو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.
د سې شنبې د ورځې دا پریکړه د امریکا سترې محکمې لومړنۍ داسې پریکړه ده چې د ټرمپ ادارې د پالیسۍ په اړه یې کوي.
په ابتدايي محکمو کې د څو هېوادونو څخه امریکا ته د وګړو پر سفر د ولسمشر ټرمپ دا بندیز د امریکا د اساسي قانون سره په مخالفت کې بللی و.
د راپورنو له مخې، د کډوالو او بشري حقونو ډلو هم پر دې بندیز انتقادونه کړي وو.
ویل شوي، چې په دې هېوادونو کې ایران، لیبیا، سومالیا، سوریه او یمن شامل دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې دا پریکړه، د امریکا د خلکو او اساسي قانون لپاره ستر بریالیتوب بللی دی.