ترکيې ته د امريکا نوی ګواښ

روهي (درې نۍ/۶ د چنګاښ)، امريکا ترکيې ته خبرداری ورکړ، چې له روسيې څخه راکټ ضد سیسټم وانه خلي او که داسې چاره يې تر سره کړه، نو پر روسيې د امريکا امنيتي بندېزونه به مات کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ویس میچیل ويلي، چې که چېرې ترکيه دغه راکټ ضد سېسټم له روسيې واخلي، نو پر روسيې د امريکا دفاعي بندېزونه به نقض کړي.

امريکا همدا ډول ترکيې ته خبرداری ورکړی، چې که راکټ ضد سېسټم واخلي، نو له امريکا څه بيا ف ۳۵ الوتکي نه شي تر لاسه کولی.

ترکيي چارواکو د امريکا د ياد خبرداري په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې روسيې او ترکيې چارواکو څو سره کتلي تر څو له روسيې اِس ۴۰۰ راکټ ضد سېسټم واخلي.