ترکان د ښه بدلون په لور

تير تاريخ ته په کتو ترکان د اسلامي تاريخ د تمدن مرکز وو د عباسي خلافات له نړيدو وروسته د عثماني خلافت راتلل په عالم کې اسلام اوخصوصاً د عجمي مسلمانانو لپاره تاريخي وو. هغه خلا چې د عباسي خلافت په وخت کي رامنځ ته شوه او خلافت ونړيده نو د ترکانو مبارزې، کوښښونو اوقربانيو په نتيجه کې د عثماني خلافت رامنځ ته کېدل او بيا خاصتاً دعجمو مسلمانانو په لاس نو واقعيت ته په کتو دا رښتيا هم يو تاريخي ګام و.

د ترکانو د دور حکومت تاريخي کارنامې لاشماره دي. په فقه حنفي قانون فيصلې کول، د سوچه اسلامي تنفيذ د قسطنطيې فتحه، دارمنيانو نه د مسلمانانو انتقام په عربي نړۍ کي انتشار ختمول او هلته عدالت قايمول د اسلامي نظام ترچتر لاندې د مسلمانانو و حدت او همدا رنګه د بالکان چي شرقي اروپا هم ورته وايي د هغوي فتحه کول او هلته پکې د اسلام نافذول چې نن ښه مثال البانيه کوسوو او د بوسنيا هيوادونه يادولی شو.

همدارنګ د قبرض فتحه هم پکې شامله وه. د عثماني د دور خلافت مده تقريباً ته سوه کاله وه، چي دمسلمانانو په تاريخ کې عظيمه کارنامه وه. عدل، انصاف، ترقي، پرمختګ، حريت، استقلال او د عالم کفر په مقابل کې لوی قوت وو. د عالم کفر د عثماني خلافت د نه زغم په نتيجه حالاً چي ترکيه د اروپا دروازه ده نو هغوي ته سخت تشويش وو نو له همدې کبله يې مختلفې حربي استعمالولې.

هغوي خو دجنګ په ډګر کې د خلافت مقابله نشوه کوله نو له فريب، چل او مکر نه يې کارواخېست. لکه په داخل دنظام کي تخريب شروع کړ اوخاصتاً په عربي نړۍ کې دقوم او مذهب په نوم خلک محرک کړل چې کفار په همدغه کار کې کامياب هم شول. د دويم جنګ جهاني په وروستيو کې عثماني خلافت زوال وکړ او عالم کفر دزور او جبرپه نتيجه کې په مسلمانانو د لوزان معاهده ومنله او د اسلامي نظامونو د راتګ مخه يې ډب کړه، چې تر نن پوري مسلمانان له خپلو حقوقو بې برخې دي.

د خلافات د نړيدونه وروسته چې کوم نظامونو هلته وجود درلود هغه هم په نورو تکيه کوله. له فساد او خيانت ماسوايې ترکانو ته نور هيڅ هم نه وو پرې يښی اوحالاً ترکيه له اقتصادي پلوه غني هيواد وو، زراعت معدنيات، ابي ذخاير او سياحت يې دملک عوايد وو، خو دا چې هلته د نظام واکدارن دنورې دنيا تر اثر لاندې او او بله دا چې هغوي خپله هم کمزوري او بې کفايته خلک وو، نو له همدې وجې ترکيه غريب او وروسته پاتې هيواد وو.

د ترکيې پيسه د يو ډالر په مقابل کې د دنيا کم ارزښته پيسه د ترکيې ليره وه. د خلکو غربت يې هم په زياته اندازه وو چي ترکان به د غريبي او غربت په خاطر په عربي نړۍ اوهمدارنګ اروپا تلل اوهلته به يي مزودرۍ کولې. د ترکيې حال خو، د پښتو مثال لري، چې په يو لار اوبه راشي نو په هغه لار بيا هم اوبه راځي. دا چې د ترکانو تير تاريخ لامثاله و نو يو واربيا په خلکو کې فکر راژوندې شو او د هغه په فکر په نتيجه کې الله تعالی مرحوم نجم الدين اربکان رحمه الله فکر را ژوندی کړ او د ډيرو تکاليفو او ستړياوو په نتيجه هغه مشترک حکومت جوړ کړ خو دنيا کفر ترينه خطره محسوسوله نو هغه وخت هم مخکې له وخت نه ړنګ شه او وروسته يي د فضيلت ګوند په نوم په بل نوم د کوند بنياد کيښود. هغه يې هم منحل کړ او بل اخره دنجم الدين په مقابل کې چلنجونه زيات وو او بيا د هغوي په مشوره رجب طيب اردګان د انقرې ښاروال مقرر سو، چې له هغي ورځي د اردګان د عدالت او پرمختګ ګوند مخ په ترکيې روان شو. د مختلفو چلنجونو سره مقابلې ترسره کړې او د دنيااسلام تاريخي مسوليت ور په غاړه دی، چې د جهان اسلام اميدونه هم په ده پوري تړلي دي.

الله ج مزيد توفيق ورکړي درنو اومعززو افغانانو د ترکيې تاريخ ته په کتو دافغانستان تاريخ هم له ترکانو کم نه دي، خو متاسفانه چي مونږ په داسې خطا کې پراته يو چې تر نن پوري مونږ په داخلي اختلافات او سمتي لساني وغيره مسايلو کې راګير وو، چې همدا کړنه خارجي لاس وهنو ته لار اواروي.

درنو افغانانو د ترکيې تاريخ نه په عبرت مونږ هم بايد د هغوي له حالاتو نه عبرت واخلو او افغانستان له خارجي اشغال او داخالي اختلافاتو او همدا رنګ له خارجي مداخلو وژغورو، چي همدا مو د کاميابي لاره ده نور جنګ اوجګړو ته دپاي ټکی کېږدو او ګران هيواد مو د يو ښه پر مخ تللي او با ثباته هيواد باندې بدل کړو.

وسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته