په نيمه لوڅو جامو کې د جومات مخې ته د دوو نجونو نڅا

روهي (درې نۍ/۵ د چنګاښ)، د مابېزيا په بورنیو جزیره د (کوټا کنابالو) جومات مخې ته، د دوه جونو هغه وېډيو خپاره شوې ده، چې نيمه جامې يې پر تن دي او مسجد د منارو پر وړاندې ډانس او نڅا کوي.

په بورنیو جزیره کې چارواکو ويلي، چې ښايي دغه دوه نجونې بهرنۍ ګرځندويانې وي. د چارواکو په وينا چې پلټنې يې پيل کړي دي، ترڅو نجونې او يايې هم په اړه مالومات پيدا کړي.

د (کوټا کنابالو) مسجد د ښايسته او لوړې منارې او ګونبزې له امله ډېر شهرت لري، چې په ګڼ بهرني سيلانيان يې لېدو ته راځي.

په ټولنيزو رسنيو کې له يادې وېډيو ښکاري، چې دغه دوه نجونې په جومات کې په لمونځ کوونکو پورې خاندي او پر وړاندې يې نڅا کوي.

د بي بي سي د خبر له مخې چې دغه وېډيو تر اوسه ۲۷۰ زره کسان کتلې ده او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.