
روهي (درې نۍ/۵ د چنګاښ)، د راپورونو پر بنسټ اسرائيلي ځواکونو او په نابلس ښار کې د دوی یهودو ملاتړو د حضرت یوسف (ع) پر قبر بريد کړی او يو شمېر فلسطينيانو ته يې مرګ - ژوبله اړولې ده.
فلسطينيانو په دفاعي حالت کې د اسرائيلي پوځ او د ښار د يهودو پر وړاندې درېدلي، چې په پايله کې يې ۱۸ کسان د اسرائيلو په ډزو ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي، چې د اسرائيلو پوځ په فلسطيني لاريون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی، چې په سلګونه کسان يې د ساه بندۍ په ستونزه اخته کړي دي.
د خدای د پيغمبر حضرت یوسف (ع) مقبره په ابلس نومي ښار کې موقعيت لري، چې د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د جګړې ښار بلل کيږي.