منظور پښتین: د افغانستان بيرغ په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو ته نور بيرغونه مه راوړلئ

روهي (درې نۍ/۵ د چنګاښ)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له خپلو پلويانو او ملاتړو غوښتنه کړې ده، چې د ياد غورځنګ په ملاتړ غونډو کې بايد يوازې د پښتون ژغورنې د حرکت بيرغ وي، د افغانستان، ازاد بلوچستان، پښتونستان او نور بيرغونه بايد پورته نه شي.

نوموړي دغه غوښتنه تېره ورځ د يوې ټېلفوني اړيکې له لارې په جينوا کې له هغه پښتنو کړې ده، چې د ملګرو ملتونو د دفتر پر وړاند راټول شوي وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ يې کولو.

پښتين ويلي، چې که چېرې د نورو هېوادونو او سياسي غورځنګونو بيرغونه د پښتون ژغورنې غورځنک په غونډو کې پورته شي، نو د پاکستان پوځ او حکومت ته دا ټکی په لاس ورکوي، چې دغه غورځنګ بهرنی ملاتړ لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر نورو کسانو هم ويلي، چې په اروپايي او بهرنيو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې ملاتړ کوونکو ته د پاکستان حکومت کوم ډول زيان نه شي اړولی، خو دلته بيا په پاکستان کې د غورځنګ پر وړاندې ستونزې راپيدا کېدای شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په کور دننه او بهر کې په ډېر شمېر ملاتړي لري، چې ډېر ځلې په پاکستان او نورو هېوادونو کې د دوی په ناستو کې د (لر او بر يو افغان) شعارونه هم اورېدل کيږي.