د تقدير او تدبير جنګ

ته په تقدير تدبير رټلی نه شې
انګرېزه دواړه سره مه جنګوه
ته په تقدير کې ابدي ذليل يې
د خوشحال خان په سنګ سر مه جنګوه
چې دې بابا او نيکه ځان وازمېيه
دلته د زوی او لمسی مه راوله
چې مکناټن او کيوناري ولوېدل
دلته د مارک سمېت (1)، شررد(2) مه راوله
ما په بګرام او ګېتمو(3) مه ډاروه
زه چې هر چېرې وم رحمن سره يم
ته که دا پاتې شرق و غرب راټول کړې
زه په مورچل کې له يزدان سره يم
زما په برخه خپلواکي ليکلې
په هېڅ تدبير به مې غلام نه کړې
زه په رڼا د پاک قرآن کې اوسم
ستا په تيارو به مې زندان نه کړې
ته چې په سرو سترګو او چنګه لکۍ
د دې وطن ګلاب ماشوم رژوې
همدغه داړې به دې ماتې کړمه
چې د افغان پر سر يې تل لګوې
1) د انګرېزي ځواکونو لوړ رتبه سربولن
2) افغانستان ته د انګليس ځانګړی استازی
3) د ګوانتانامو لنډيز