
دا هغه خنډونه دي، چې د ټولو افغانانو تر منځ يې د بې باورۍ فضا جوړه کړې ده. د عامو خلکو غوښتنه ده چې دایمي سولې ته د رسیدو لپاره باید چې په د دوو خنډونو باندې په کامل ډول بخث وشي او په کامل ډول عامو خلکو ته مالومات ورکړل شي، تر څو د هېواد هر وګړي د خپل ځان لپاره خپل طرف او تګلاره مالومه کړي.
۱- د بهرنيانو وتل: په سوله ييز ډول بايد داسې برنامې جوړې شي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. دوی ته بايد د وتلو مهال وېش جوړ شي، ترڅو د سولې خبرو ته لار پرانېستل شي.
۲- راتلونکی تضمين: د طالبانو او افغان حکومت څخه بايد کلک عهد او ژمنه واخیستل شي، چې دوی به د جوړشوي نظام په خلاف قدم نه اخلي او نور به د زوریدلي ولس ویني نه تويوي.
نور ټول هیوادونه که مسلمان یا غیر مسلمان دي زموږ په خاوره کې د جهاد کولو یا نه کولو د فیصلې حق نه لري. دوی په ټول د تاریخ کې زموږ خاوره يواځې او یواځې د خپلو اهدافو لپاره کارولي او بس.