
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۴مه) ویل شوي، چې د امریکا ملي امنیت سلاکار جان بولټن به اروپا ته په سفر کې چې نن دوشنبه یې پیلوي، مسکو ته هم لاړ شي.
تمه ښودلې شوې، چې نوموړی به د روسیې او امریکا د ولسمشرانو راتلونکې غونډې ته هم لاره هواره کړي.
نوموړی به نن او سبا په لندن او روم کې د امریکا له متحدینو سره خبرې وکړي او بل سبا به مسکو ته لاړ شي.
د راپورونو له مخې، هغه به په مسکو کې د ویلادمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د را روانې کتنې په اړه خبرې وکړي.
کرملین د روسیې او د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د احتمالي کتنې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.