
بسم الله الرحمن الرحیم
ولسمشر غني د افغانانو څلویښت کلن د سولې تږي زړونه په اوربند خړوب کړل
ولې مو مقالې لیکل پيل کړل؟ او خپلې دویمې مقالې ته مې ولې داسې عنوان وټاکلو؟ شونې ده د ډیرو لوستونکو احساسات او غوسه راوپاروي.
زموږ یو کیلوال وه عزیز لالا؛ یوه ورځ یې ماته وویل: چې رحیم ګل لالا مري داسې څوک پیدا نشو چې علم ېې ترې زده کړی واې، ټول علم به د ځان سره یوسي، هیچا ته يي خیر وه نه رسیدو، نو ما ورته وویل چې هغه خو عالم نه دی کنه، ویل يي تاسې په څه پوهیږې ۶۰۰۰ زره د پښتو ټپې (سوال جواب) ېې د یاده زده کړې دي.
نو زه چې ځانته ګورم د ډیر هغه څه په اړه معلومات لرم چې زموږ په ګران هیواد کې خلکو ته غلط تفسیر شوي او د همغې په اساس په هیواد کې جنګ، جګړې او په ټوله کې افغان وژنې ته د جهاد په سترګه ګوري، همدارنګه په هیواد کې راونو حالاتو ته په کتو او د خپل ځان سره حساب کولو دې ته اړ کړم، چې پخپله ماته ګوډه املا خپلو وطنوالو ته د الله جل جلاله او د هغه د خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هغه پیغامونه، چې موږ ته غلط یا ناقص تفسیر شوي، د نړۍ په سطحه د تکړه علماءکرامو له خوا درست تفسیر شوي، وړاندې کړم.
د حدیبیې سوله ولې کامیابه شوه؟ ایا په افغانستان کې روانه سوله د حدیبیې د سولې سره څه ورتوالی لري؟ په دې سوله کې د ولس او په ټوله کې د مسلمانانو ګټه څه ده؟ همدې پوښتنو ته د ځواب ورکولو په خاطر د الله جل جلاله له هغه پیغام پيل کوم، په کوم کې چې يي نظام ته زیری، ولس ته حکم او وسلوالو مخالفینو ته وېره ورکړې،
قال الله تعالی ((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ))(۹)
ژباړه: الله جل جلالهفرمايي: که چیرې د مؤمنانو دوه ډلې سره په جنګ شوې، نو تاسې (ولس) د هغوې ترمنځ سوله وکړئ، که چیرې یوې ډلې په بلې ډلې تجاوز وکړ، نو اې مومنانو تاسې (ولس) د هغې ډلې په خلاف چې بغاوت او بلوا کوي وجنګیږئ، ترڅو د الله امر ته چې سوله ده غاړه کیږدي، نو که ېې غاړه کیښوده بیا په عدل او انصاف سره د دوې ترمنځ سوله وکړئ او الله انصاف کوونکي خوښوي.
اوس دې ایات ته په کتو، چا د الله حکم مات کړی؟ نظام سوله غواړي او ولس خپلې هلې ځلې کوي، مګر مخالفو جنګي ډلو د سولې نکولو ته بهانې لټوي او د الله د دغه لوې او ښکاره حکم مخالفت کوي، له کوم امله چې د اسلام مبارک دین او مسلمانان کفري نړۍ ته وحشیان ورپیژندل کیږي او خپل ګران وطن مو پکې ورانیږي.
دویمه مهمه خبره داده؛ چې محمد صلی الله علیه وسلم د یهودو او مشرکینو سره سوله کړې په داسې حال کې چې په یو ځای کې اوسیدل، ان تر دې، چې محمد صلی الله علیه وسلم کله وفات کیده همغه وخت ېې خپله توره د یو یهودي سره ګرو ایښې وه، نو دلته باید خلک په دې هم پوه شي چې ته کولای شې د هر چا او هر دین والا سره تجارتي اړیکې وساتې او غیر مسلمانانو سره تجارتي اړیکې په دوستۍ کې نه راځي بلکې دا د ژوند کولو له مهمو اصولو څخه یو اصل دی. نو اې ویده ولسه، اوس قضاوت تاسې وکړئ، الله در څخه د دنیا عمران او ابادول غواړي، خو تاسې وايي چې نه موږ يي ورانوو.
الله جل جلاله فرمائي: (هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا)
راځم دې ته چې ولې مو مقالې ته داسې یو عنوان ورکړی؟ دا ځکه چې که یو څوک قران په درست شکل ولولي او د هر آیت سره ېې تم شي، زه ډاډه یم چې هر کس به داسې فکر وکړي چې په دې آیت کې راڅخه الله داسې یو څه غواړي چې په هغې کې به ستا لپاره زیری وي یا هم وېره، یا به ېې حکم د کولو وي او یا هم د نه کولو، نو په کار ده چې قران په پوره تدبیر سره ولولو.
د سولې په اړه چې کله دواړه طرفونه سره په مستقیم او یا هم غیر مستقیم شکل کیناستل، مخالفو وسلوالو ډیر زیات او ځینې ناممکن شرطونه وړاندې کړل، خو ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې په هر قیمت وي موږ سوله غواړو او نه غواړم چې میندې او پلرونه راڅخه هره ورځ د خپلو اولادونو پوښتنه وکړي، چې زه ېې لا په ځواب کې پاتې راغلې یم.
په دې اړه الله جل جلاله فرمائي:( وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ) لایه
ژباړه: سوله غوره ده، او د سولې په وخت کې زړونو کې شُح (دا کلیمه ډیرې معناوې ورکوي، یو رنګه کینه او تلوسې ته هم وايي چې د سولې ټول اړخونه پخپله ګټه وڅرخوي یا په بله اصطلاح غواړي سوله وکړي خو له هیڅ شي څخه تېر نشي) پیدا کیږي، او دا طبیعي ده که غواړې چې سوله راشي نو له یو څه به ته تېریږې او له یو څه به دې مخالف تېریږي ترڅو سوله راشي، نو له همدې امله د شُح څخه د ځان ساتلو په اړه الله په بل ځای کې داسې فرمائيلي: (وَ مَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) لایه.
ژباړه: هغه کس چې د شح څخه ځان ساتي نو د هغوۍ په اړه الله وايي چې دا خلک کامیاب دي.
نو اوس چې په هیواد کې روانې سولې ته وګورو هو به هو همداسې ده، او دې ایت ته په کتو موږ وایو، له هغې ډلې سره الله جل جلاله د سولې په راوستلو کې مرسته کوي او د کامیابۍ زیری ورکوي څوک چې له شحُ څخه ځان ساتي، او چې دا مهربانه خالق دا زیری ورکړی چې د شُح څخه ځان ساتونکې خلک کامیاب دي نو موږ باید په دې کې هیڅ شک ونکړو او د خپل ولسمشر چې د شحُ څخه يي ځان ساتلی، سره اوږه په اوږه ودریږو تر څو د تل پاتې سولې لیدونکې شو.
خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم بیا د شُح څخه د ځان ساتلو لپاره داسې فرمائيلي: وَاتَّقُوا الشُّحَّ فإن الشُّحَّ أَهْلَكَ من كان قَبْلَكُمْ حَمَلَهُمْ على أَنْ سَفَكُوا دِمَاءَهُمْ وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ (رواه مسلم)
ژباړه: او د شُح څخه ځان وساتئ ځکه شُح هغه خلک هلاک کړل چي ستاسو څخه مخکي وه (شُح) دې ته باعث کړل چي یو د بل وېنې توئې کړي او حرام حلال کړي، دی حدیث ته په کتو، ولسمشر د خوږ پیغمبر امر ته غاړه ایښې، ان تر دې چې د سولې په نامه کاروان سره د سړک په غاړه لکه دسولې ګدایګر کیناست ترڅو د پیغمبر دا عظیم حکم پلی شی او د خپل بیچاره ولس د وینو توییدو مخه ونیسي.
د سولي د فضیلت په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: (الا انباءکم بما هو خیر من درجة الصلاة والصیام والصدقه؟ قالوا بلې یارسول الله قال صلی الله علیه وسلم اصلاح ذات بین).
ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل: چې ایا تاسې ته له داسې څه خبر درنکړم چې هغه په درجه کې له لمونځ، روژې او خیرات څخه بهتره وي؟
صحابه کرامو وویل: ولې نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د خلکو ترمنځ روغه جوړه کول.
الله جل جلاله هم د انسانانو ترمنځ سوله کوي.
روایت دې چې یوه ورځ محمد صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو سره ناست وه یو ناڅاپه مُسک شو، ملګرو يي ترې وپوښتل چې اې د الله رسوله څه شي مُسک کړې؟ هغه مبارک وویل چې دوه کسان وه د الله د حضور په وړاندې د یو کس الله ته وویل چې د شوي کار په بدل کې د هغه کس نیک اعمال زما د میزان په تله کې واچوه، الله ورته وویل چې هغه نیک اعمال نلري، ده ورته بیا وویل چې خیر نو زما بد اعمال د هغه د میزان په تله کې واچوه، الله ورته وویل چې ته خوښیږې نه چې بد اعمال ونلرې، په دې وخت کې الله جل جلاله دې کس ته خپل جنتونه ښائي، دا کس ډیر تعجب شي وائي اې ربه دلته څوک او څنګه تللې شي؟ الله ورته وویل چې ته دغه ورور دې له لاس څخه ونیسې او جنت ته ېې له ځان سره یوسې، پیغمبر وايي ځکه مُسک شوم چې الله دخپلو بندګانو ترمنځ سوله وکړه.
اوس راځو دې ته چې په ګران هیواد کې سوله څه ګټې لري
- ستا او د کورنۍ عزت به خوندي وي
- خویندې او میندې به مو نامحرم ته د ګدائي لاس نه غځوي
- خپل افغاني غرور به دې نه ټیټیږي
- حق به دې نه لوټل کیږي
- نورې نړۍ سره به سیال اوسئ
- په هوائي ډګرونو کې به دې پاسپورت لس ځل نه پلټل کیږي.
- د نورې نړۍ څخه به سوال نه کوې، ګدائګر به نه وې
- په خپل اقتصاد به ولاړ وې، چاته به مجبوره نه وې
- انسانانو ته به د خیر رسولو فکر کوې
- انسانانو سره به دنیکۍ په کار کې مرسته کوې
- د خپلې ناروغې خور مور به دې د هیواد دننه درملنه کیږي او د هیواد بهر د یو نامحرم نرینه ډاکتر پر ځای به دې دخپل کلي ډاکتره خور د هغې تاداوي کوي
- د یو ازاد او خپلواکه هیواد لرونکې به اوسئ.
- اولادونو ته به دې د لوړ معیار تعلیمي زمینه برابره وي.
د سولې په بهیر کې لوې خنډونه
- پخپله د سولې د شورا د مشرتابه ځینې توکمیز، قومي او حزبي چلندونه
- د سولې شورا دخپلو شخصي ګټو لپاره استعمالول
- وړ اشخاصو ته د سولې په شورا کې ځای نه ورکول
- په داخل کې د سولې شورا په ډلو او ټیمونو ویشل
- د خپل ټیم په خاطر غیر مسلکي کسان ګمارل (ثبتونه شته)
- مافیا
- ځینې حزبونه چې په سوله کې خپل تاوان ګوري
- په دنده کې د دولت د مامورینو نه ژمنتیا