
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۴مه) د ترکیې لپاره، ددغه هېواد مخکینۍ ولسمشر یو وار بیا رجیب طیب اردوغان د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
اردوغان د خپلې بریا په اړه ویلي، له ټولو هیوادوالو نه چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي او زړه يي زمونږ سره وي د زړه له کومې مننه کوم.
هغه ویلي، چې د الله تبارک و تعالی نه غواړم چې د جون د ۲۴ مې نیټې ټولټاکنو زمونږ هیواد او ټولو هیوادوالو لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.
ښاغلي اردوغان زیاته کړې، چې په ډیموکراسۍ کې ټولټاکنې په اصل کې د هر چا بری دی.
نوموړي ټینګار کړی؛ لکه څرنګه چې پوهیږی تر ننه پورې زمونږ د واکمنۍ په موده کې چې ۱۶ کاله کیږي د چا د ژوند د بڼې ، جامو او یا په بل څه کې مداخله نده شوې او ددینه وروسته به هم چا ته د مداخلې حق ورنکړو.
هغه وویل؛ نوی حکومتي سیستم به په ډیرې چټکۍ او سرعت سره نافذ او عملي کړو. زمونږ یواځنی هدف هیواد د ۲۰۲۳ کال اهدافو ته رسول دي. ټولې هغه پروژې چې مونږ يي د ملت سره د عملي کولو ژمنه کړې ده یوه یوه به په ډیر دقت سره عملي کړو.