
څپاند د ټولګي وره ته لا نه و رسېدلی چې په څړیکه یې سترګې ولګېدې، دې په زنه لاس تېر کړ، بد بد یې ورته وکتل، څپاند په شونډو دې مجبوري موسکا غوره کړه، په زړه کې یې سل خبرې تېرې بېرې شوې:
- څړیکه نن ولې داسې راته په قار ده
ده بکس پر مېز کېښود، ډوډۍ یې ترې راویسته، په څنګ کې ناست ملګري ته یې د خوړلو سات وکړ، هغوي د نه خوړلو په پار لاس ورته پورته کړ، مننه یې ترې وکړه، ده په خوړلو پیل وکړ. ځان یې داسې غلی نیولی و، تا به ویل چې هېڅ خبره نه ده شوې، دې څړیکې خواته یې هېڅ نه ور کتل، دا لا په غوسه ښکارېده، له خپل ځای څخه راجګه شوه، د څپاند له څنګ سره کښېناسته:
- تېره ورځ دې څه شی کړل؟!
څپاند ورو مخ ور واړولو:
- څه شی؟
څړیکې تر څنګ ناستې نجلۍ ته وکتل وه یې ویل:
- تېره ورځ مې کله چې دده په لاس کې سګریټ ولید، ټوټې ټوټې شوم
څپاند غلی شو، له ځانه سره یې وویل:
- اوس څه بهانه ورته وکړم
له اوږده ځنډ وروسته یې کړل:
- امم هغه مې هسې له شوقه یو دانه را واخیست
د څړیکې زړه طاقت ونه کړ، شونډه یې له غاښ لاندې کړه، کله یې چې وخندل، د اننګو په سرونه کې یې لوړو ژورو ځانګړې ښکلا ور بښله، څپاند غلی ناست و، څړیکې پورته شوله ګوته یې ورته نیوله:
- ستا ددې عمل په لیدو سره دومره جګرخونه شوم چې دې شپې څنګه ویده شوم، په خوب مې ولیدلې
څپاند زر ورغبرګه کړه:
- اها ښه دې لیدم
دې ترخه موسکا وکړه وروسته یې زیاته کړه:
- صبر؛ له نږدې درغلم دري څپړې مې ووهلې.
وه یې خندل بیا یې وویل:
- څنګه ښه مې وکړل؟
(پای)