
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۳مه) په امریکا کې ددغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویانده سارا سنډرز په ویرجینیا ایالت کې له یوه رسټورانټ څخه شړل شوې ده.
امریکایي رسنیو لیکلي، چې سنډرز له خپلې کورنۍ سره د رېډ هېن ریسټورانټ ته ورغلې وه، خو د ریسټورانټ شریکوال ځکه وشړل چې سنډرز د ټرمپ ادارې لپاره کار کوي.
د ښآغلي سټیفن وېلکېنسن په وینا، سنډرز د ټرمپ غېر انساني او غېر اخلاقي ادارې له پاره کار کوي.
له دې وړاندې د امریکا د کورنیو چارو وزیره په یوه هوټل کې ځورول شوې وه او پر ضد یې شعارونه ورکړل شوي وو.