
پوره اولس کاله ورسته وسله والو طالبانو د لومړی ځل لپاره وویل چې صرف د درېیو ورځو لپاره به په عامو ځایونو .دولتي او نه دولتيی تاسیساتو بریدونه نه کوی، اود حکومت له لوری اعلان شوی نهه ورځینی اوربند ته درې ورځې سوله غوره کړه.
دغه د سولې خبره په کور د ننه او د هیواد څخه بهر د حلکو او یو شمیر هیوادونو د هرکلي او کور وداني سره مخ شوه.
په ټولنیزو شبکو کې د د وسله والو دغه اقدم د هرکلی ترڅنګ ولسي حلکو پخپلو فسبوک پاڼو ولیکل چې په دې اختر به د خپلو ځایونو څخه یو شمیر هغه سیمو ته لاړ شي چیرته چې وسله وال دی او تردې وړاندې دوی د ورتګ زړه نه شو ور ښه کولی.
همداسې وشول د جوازه په ۲۵څخه تر ۲۸ پورې وسله والو طالبانو. په حکومتي تاسیساتو بریدونه ونه کړل خکومت وسله والو ته داسې شریط برابر کړل چې طالبان دې د خپلو وسایطو سره یو ځای ښارونو ته راشي د حلکو سره دی د اختر مبارکۍ وکړی او د عامو حلکو خبرې دی وا وري چې همداسې وشول وسله وال د کوم ډار ویرې پرته رووتل یوشمیر وسله وال رووتل په ښارونو کې وګرځیدل او د دولتی او عامو خلکو سره د اختر مبارکۍ وکړې.
خلکو د ګلونو امییلونه ور واچول او د د ایمی سولې لپاره ورڅخه هر افغانانو غوښتنې وکړې. د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځینې خيلو سیمه چې د تیرو څو کالونو راهسې د وسله والو مخالفینو د بریدونو او په دولتی تاسیساتو دبریدونوو شاهده وي د تیر شوی اختر په دوهمه ورځ د سولې خواښۍ او مخالفینو او افغان ځوکوانو کوربه وو.
وسله وال رغلل افغان ځواکونو ېې امنیت نیولی وو .وسله والو د زرګونو کسانو په منځ کې پخپلو خبرو کې سولې ته لیوالتیا وښوده. اود په خپلو ډيرو کړنو پښمانتیا وښوده.
ځینې خيل ته شاید ډيرو خلکو د تګ زړه نه وای ښه کړی خو حلک په دې حاطر لاړل چې د جګړې د دواړو اړخونو سولې ته د ژمنتیا او ددواړو لوریو یوځای د خوشخالۍ اختر وګوري.
ډیرای افغانان او نړیوال په دې باور دی چې په افغانستان کې شته جکړه د پرادیو هیوادونو په دوستور پيل شوی اسلامي جکړه ده چې د اسلام څخه په استفادې یوشمیر افغان طالبان د پاکستان په دیني مدرسو کې تر جکړیزې روزنې ورسته افغانستان ته د ورنکاره فعالیتونو لپاره رالیږل کیږی.
چې ښکاره بیلګه یې په افغانستان کې اعلان شوی اوربند ته په غبرګون کې د پاکستان د علماوو شورا مشر سمیع الحق شوی اوربند یو نمایش او د وسله والو وغوښتل چې په افغانستان کې شته جکړه روا او اسلامي اصولو له مخې جواز لرونکی جنګ دی.
د پاکستان مذهبې مشران چې تل د هغه هیواد د استخبارتي سشبکو له نظره په افغانستان کې د جکړې په شته والي او روا والي ټینګار کړی او د افغانستان د جکړې لپاره د اسلام د نوم څخه غلطه استفاده کړی اوس افغان طالبان په دې پوهیدلي چې جکړه په دوی تپل شوی چي قرباني افغانان ورکوي.
د خوست د ځینی خېلو په سیمه کې د وسله والو په نماینده ګۍ یو طالب وویل چې دوی د ځينو مجبوریتونو په اساس په افغانستان کې جنګ کوی ، هغه دیته په اشعاری چې کورونه د پاکستان په یوشمیر خوندی سیمو کې دی که د جګړې څخه انکار وکړي اولادونه او کورانۍ په خاطر کې دي.
دا به د افغانستان د کشفی ارګانانو هغه ادعا د ثبوت تاید وی چې تل ویلي چې په افغانستان کې جنګیدونکی جنګیالي د پاکستان په یو شمیر دینی مدارسو نظامی زده کړې کوی او مشران هملته په خوندي ځایونو کې اوسي.
افغان دولت د سولې اود وسله والو سره د خبرو علاقمندی لری او په دې باور لري چې افغان طالبان که د جګړې لاس واخلی سوله ایز ژوند غوره کړي نه یوځای چې دوی به وبښي بلکې د ژوند کولو وړ سهولتونه به هم ورته برابر کړي.
چې په دی برخه کې د سولې عالی شورا فعالیت چې ګڼ شمیر وسله وال د سولې د بهیر سره یوځای کړی او ورته مناسب کارونه برابر کړیدي.
افغان حکومت تل ویلی چې وسله وال کولی شی د مدني حرکتونو له لاری سیاست وکړي او د افغانستان په جوړولو کې له دی لارې حدمت وکړي.
څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر د خضوری چمن د سرک په سر دی سولې تږي چې د هلمند کابل ته سلګونه کیلومتر پلی مزل کړی.
پخپلو خبرو کې وویل چې طالبان دې راشی په رتلووونکو پارلماني ټاکنو کې د برخه واخلي . افغان ولسمشر وویل چې حاضر دی د وسله والو طالبانو مشر ملا هیبت الله سره وګوري.
هغه وویل چې که رښتیا هم وسله وال د پرادیو هیوادونو تر لاس لاندی نه وی خپل مستقل توب دې ثابت کړي اود قید او شرط پرته دي ددوی غوښتنې ومني.
طالبان په یوشمیر راسنیزو اعلامیو کې چې په ډيره کمه بڼه خپريږی وای چې دوی تر هغې په افغانستان کې جنګ کوی څو چې نړیوال ځواکونه له دغه هیواد څخه نه وي وتلي خو د خبره په داسې خال کې کیږي چې یواځې په تیر کال کې دوه بهرني سرتيري او له ٥٠٠٠٠ زيات افغانان د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي. اوس پوښتنه دلته ده چې والې وسله وال د ددوه بهرنیو لپاره په په یو کال کې زرګونه افغانان ووژني.
اوس هم افغانان په ډله ایز او سوله ایزه بڼه د غونډو خیمو درولو او تحصن په بڼه د وسله والو غواړي چې دوی د دریم ګړي په صفت چمتو دي چې د حکومت او طالبانو روغه وکړي.
د پکتيا د ټولو قومونو مشرانو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند ټينګولو او د سولې مذاکراتو د پيلولو لپاره ګډ حرکت پيل کړ.
دوی وايي، خلک نور د جګړو او وژل کېدو توان نه لري او بايد د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ډېر ژر دوه اړخيز اوربند او د سولې رسمي خبرې پيل شي.
هغوى زياتوي، له وسله والو طالبانو سره خبرې کوي او هيله يې دا ده چې د ولس غږ ته به مثبت ځواب ووايي.
ياده دې وي چې يادو مشرانو درې ورځې وړاندې هم په ګډه غونډه کې ويلي وو چې که هرې غاړې له اوربند څخه سرغړونه وکړه، ولس ته مسوول دی.
تر دې وروسته په پکتيا کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې څو تنه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د خلکو غوسه يې راپارولې ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې د هلمند د سولې کاروان په همدې موخه له هلمنده تر کابله پلى راغى، له حکومت او طالبانو يې د سولې او اوربند غوښتنې وکړې، حکومت يې ځينې غوښتنې ومنلې، خو طالبانو يې غوښتنې رد کړې دي.