
روهي (يوه نۍ/۳ د چنګاښ)، نن ورځ (۱۳۹۷/۴/۴) نېږدې ۵۶ مېلېونه ترکيان په عمومي ټاکنو کې برخه اخلي، چې له لارې به يې ولسمشر او د پارلمان غړي وټاکل شي.
د ترکيې نننۍ ټاکنې به د سهار په اتو بجو پيل کيږي او د ماښام تر پنځو بجو پورې دوام کوي. د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د رايې ورکونې څخه ۲۴ ساعتونه وروسته اعلان شي.
د نننيو ټاکنو پر وړاندې يو شمېر امنيتي ګواښونه هم شتون لري، چې پر وړاندې يې کلک امنيتي تدابېر نېول شوي دي. امنيتي مسوولينو بهرنيو رسنيو ته ويلي، چې هغه څلور کسان يې نيولي دي چې د ټاکنو پر ورځ يې د بريدونو پلان درلود او ويلي شوي چې دغه کسان په داعش ډلې پورې تړاو لري.
د ترکيې ولسمشرۍ ټاکنو ته اووه کسان نوماندان دي، چې د ترکيې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په کې شامل دی. اردوغان تېره ورځ له خپل ولس غوښتنه وکړه، چې يو ځل بيا پرې باور وکړي او د خدمت موقع په لاس ورکړي.