امریکا؛ روسیې ته خبرداری ورکړی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چینګاښ۳مه) امریکا؛ روسیې ته خبرداری ورکړی، چې خپل متحد سوریایي ځواکونه دې د سوریې د جنوب لوېدیځ په هغه سیمه کې له بریدونو راوګرځوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې د یاغیانو پر ضد د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو د زیاتېدو راپورنه خپاره شول.
 
د سوریې د جګړې څارونکي ډله ویلي، د جون پر ۲۲ د سوریې حکومتي ځواکونو په خوندي سیمه کې د مخالفینو پر اهدافو بیرلي بمونه غورځولي دي.
 
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې ویلي، د سوریې پوځ په پر له پسې توګه په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو له هوکړې سرغړاوی کړی او پر دې سیمه د دوی د بمباریو له امله تر یولس زرو ډېر ملکیان تېښتې ته اړ شوي دي.
 
د هغې په وینا، چې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له اوربنده باید نور سرغړونه پای ته ورسېږي.