پاکستانۍ مدرسې نه غواړي چې سوله وشي

 
که په هېواد کې سوله راځي، پاکستانۍ مدرسې ورسره تر یو ملیارد ډالرو تاوان کوي، نو ځکه دوی په افغانستان کې سوله نه غواړي.

د اختر په درېیو ورځو اوربند کې چې حکومتي عسکرو او طالبانو یو تر بله سره غېږې ورکړې، روغبړ او له یو بل نه یې تود هرکلی وکړ، دا یو خود جوشه حرکت و. په ډېری ښارونو او ولسوالیو کې دوی په ګډه د خلکو منځ ته راټول شوي وو، خپل خپل بیرغونه یې په ګډه سره په موټرو او لاسونو کې لېږدول او ویل یې، چې موږ ټول سره مسلمانان او وروڼه یو، جګړه نه غواړو، جګړه پر موږ تحمیل شوې او دوی له خپلو مشرانو هم وغوښتل چې جګړه بس کړي او د خبرو لار خپله کړي.

عامو خلکو چې کله دوی سره یوځای او یو موټی ولیدل او د دوی له خولو یې د ورورګلوۍ خبرې واورېدې، نو د احساساتو تر اغېز لاندې چا به ورته ژړل او چا به ورته خندل، د نجونو او ښځو په ګډون خلکو به یې په غاړو کې د ګلونو امېلونه اچول.

دا د افغانستان په نوي تاریخ کې بې سارې او عجیب حرکت و، په دې ورځو کې د هر چا له خولې له واقعیت او صداقت پرته بله خبره نه وتله.

یوې هلمندۍ پېغلې چې یوه طالب ځوان ته د ګلو هار پرغاړه کاوه، نو ورسره یې وویل، تا ته ځکه ګلونه ترغاړې کوم چې نور همدلته پاتې شه، غره او جګړې ته مه ورستنېږه.

یوې سپین سرې ښځې یو طالب او یو حکومتي عسکر ته چې دواړو سره په غېږ کې ټینګ نیولي وو، د لاسونو له اشارې سره یوځای ویل: ته مې یو زوی دا مې بل زوی، دا مې د یوې سترګې تور او ته مې د بلې سترګې تور، تل همداسې سره وروڼه پاتې شئ، جګړې د بچیانو په درد ډېر سره کړولي یو، جګړه بس کړئ او د میندو کړاو پای ته ورسوئ.

ډېری طالبانو د رسنیو د کمرو په وړاندې وویل چې له جګړې سخت ستړي شوي او نور سوله غواړي.

په دې ورځو کې همدارنګه ولیدل شول چې ډېری طالبانو لېوالتیا درلوده تر څو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره وګوري او عکسونه ورسره واخلي.

په همدې لړ کې ډېری طالبانو د کورنیو چارو د وزیر په ګډون له یوشمېر والیانو او امنیتي چارواکو سره عکسونه واخیستل او ځینو سره ګډې مېلمستیاوې او غونډې هم جوړې کړې او په ازاده ډول سره پر سولې او نورو مسایلو وغږېدل.

هغو والیانو چې له طالبانو سره یې لیدلي وو څرګنده کړې چې طالبانو دوی ته ویلي دي چې له جګړې ستړي دي، د ولس غوښتنه هم ده او سوله غواړي.

کله چې د طالبانو او حکومتي چارواکو دغه ګډ عکسونه په فېسبوک او نورو رسنیو کې پاکستانیو ملایانو ولیدل، سخت ولړزېدل او له قهره ډکې ویناوې یې پر انټرنېټ او نورو رسنیو خپرې کړې. دوی دومره له دې حرکته وېرېدلي، چې خپل مغزي او ذهني ثبات یې له لاسه ورکړی او پخپلو ویناوو کې یې ان د خولې عفت هم نه دی ساتلای.

دوی د سولې دغه مخکښان منافقان او دیوثان بللي او په ډېرو وېرونکو او سختو الفاظو سره یې کوښښ کړی چې تاریخ شاته یوسي او د افغانانو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ مخه ونیسي.

اوس پوښتنه دا ده چې دوی ولې دومره خپه دي او ولې په افغانستان کې سوله نه غواړي؟
که چا په پاکستانیو مدرسو کې سبق ویلی وي او یا یې په مذهبي او سیاسي ډګر کې قدم وهلی وي، نو دا ورته له ورایه څرګندېږي چې په پاکستان کې سیاست او مدرسې څومره په فساد کې ککړ دي.

پاکستان او فساد تر ډېره طبیعي اړیکه لري، پاکستان ۱۸۵ ملیونه نفوس لري، چې نیم یې بېکاره او بې روزګاره دی. ورته ډېرې کمې پیسې یعنې ۳۲ ملیارده ډالر کلنۍ بودجه او ۶ ملیارده ډالر کلنی د بودجې کسر لري. له ۴۰ کلونو راهیسې پاکستان خپل د بودجې کسر او پراختیايي بودجه په افغانستان کې د جګړې له ټېکه اخیستلو پوره کوي.

پاکستان خپله د بې روزګارۍ ستونزه له ناقانوني اقتصادي لارو پوره کوي، لکه پر مدرسو سوداګري، د نشه یي توکو، وسلو او نورو توکو قاچاق، تورې پیسې، استخباراتي چندې او نور.

په دا منځ کې د پاکستان مدرسې تر ټولو زیات لامبو وهونکي دي. د پاکستانیو مدرسو بخت پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته بېداره شو. دا مهال د پاکستان مدرسو ته د لویدیځوالو له خوا پروژه ورکړل شوه چې د افغانستان حکومت او کمونیزم پروړاندې تبلیغات وکړي او د جکړې لپاره بشري قوت هم رامنځته او وروزي.

لویدیځوالو د دې خدمت په بدل کې د پاکستان مدرسو ته څلور سوه ملیونه ډالر ومنل. دا هغه وخت ډېرې پیسې وې او مدرسو د خاوندانو لپاره یې د ناولي سوداګرۍ او بېزنس پراخه زمینه برابره کړه. د مدرسو خاوندانو د دې بېزنس په لړ کې د مدرسو شمېر لس برابرو ته لوړ کړ او له افغانستان سره یې پر پوله په زرګونو نوې مدرسې رامنځته کړې.

وروسته دغه پیسې ۶۰۰ ملیونه ډالرو ته پورته شوې، د طالبانو له نسکورولو وروسته ۷۰۰ ملیونه ډالر شول، خو له دوو کلونو راهیسې د اوباما په واکمنۍ کې امریکا اعلان کړه چې د پاکستانیو مدرسو بودجه به یو ملیارد ډالرو ته پورته کړي.

اوس پاکستانیو مدرسو ته د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات له دیني اړخه نه بلکې د یوه یونیم ملیارد ډالري بېزنس او کاروبار له لیده ګوري، چې له دې اړخه هر کال د پاکستان جېب ته یونیم ملیارد ډالر راځي، چې خپل د بودجې کسر ورسره پوره کوي او هم ورسره د هغه هېواد په زرګونو بېکاره او بې روزګاره ملایانو ته د کار او روزګار زمینه برابروي.

پاکستان دا مهال له ۱۵۰ زرو زیاتې مدرسې لري چې ۷۰ سلنه یې په پښتنو مېشتو سیمو کې ځای پرځای دي، تر څو په افغانستان کې د جګړې لپاره کسان وروزي او په سیمه کې افراطیت او تروریزم ته وده ورکړي او له خپراوي سره یې مرسته وکړي.

ناویلې دې نه وي، چې پاکستان له دې مدرسو په نړۍ کې د تروریزم د خپرولو لپاره جانبي ګټه او کار اخلي او اصلي لوبغاړي یې د پاکستان پوځي استخبارات او پوځیان دي، چې هم دې مدرسو ته ستراتيژيکي پلانونه او هم ورته مذهبي فتواوې جوړوي.
 
له دې لارې هر کال پاکستان تر اوو ملیاردو ډالر جېب ته کوي.

پردې سربېره پاکستان له دې مدرسو د پښتونستان او کشمیر د ازادۍ ځپلو لپاره هم کار اخلي.

که څه هم په ظاهره د پاکستان دغو خوار-زارو او مفت خورو ملایانانو او د مدرسو طالبانو ته د هغه هېواد د استخباراتو له خوا مذهبي احساسات او انګېزه ورکول کېږي، خو په اصل کې د دوی دغه کار (تروریزم) په نړۍ کې د اسلام د سختې بدنامۍ سبب شوی دی.

لنډه دا چې د پاکستان د دغو یهودي او نصراني ملایانو زړونه په افغانستان کې اوس له سولې چوي، ښکاره ده چې د دوی یونیم ملیارد ډالري بزنس ته سخت زیان ورسره اوړي.

ولې یهودي او نصراني؟ د یوه حدیث شریف له مخې څوک چې چاته چوپړ کوي او له کومې ډلې سره ولاړ وي او مرسته یې کوي، په قیامت کې له هماغه ډلې سره یوځای حشر کېږي.

نور د افغانستان خلک او طالبان د اسلام په جامه کې د دغو ګمراهانو او منافقانو په چمونو، حیلو او نیرنګونو پوه شوي او نه پرې غولېږي.

اوس راځم د اسلام په جامه کې د دغو ګمراه ملایانو هغه وینا ته چې په اختر کې د افغان حکومت له عسکرو او چارواکو سره یې روغبړ کوونکي طالبان منافقان او دیوثان بللي، اوس ګورو چې دیوثان او منافقان څوک دي؟

دغو دوزخیانو چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځونو په وړاندې د جهاد او جګړې اعلان کړی، ولې د دوی په وړاندې پخپله پاکستان کې جګړه او جهاد نه کوي، چې د دوی ټول اکمالات د پاکستان له لارې کېږي، په لسګونه پوځي غیر رسمي اډې یې هلته مېشتې دي او د طالبانو واکمني هم د هغو الوتکو په ذریعه نسکوره شوه چې له پاکستانه يې پروازونه کول او له همدې اډو یې په افغانستان کې طالبان په کروزونو ویشتل او دوی بې غیرتانو به ورته خړې خړې کتل څه چې مرسته به یې هم ورسره کوله.