
ل : ډاکتر احمد موفق زيدان
ژ : حماد
پاملرنه : د دې ليکنې کاپي يوازې د روهي ويب پاڼې د سرچينې په ښودلو سره جواز لري !
کېدای شي ډيری تاريخپوهان به د ( مشترک ) په نوم عمليات يادوي، چې د روان کال په فبرورۍ کې امريکايي او افغان سرتېرو دهلمند په مرجه کې پيل او ترسره کړل ځکه دا له طالبانو سره دلويديځ په جنګي تاريخ کې داوښتون یوه پيلامه وه .
دلويديځ نظامي قومندانانو داسې انګيرله ،چې دا عمليات به د طالبانو له منځه وړلو په برخه کې مهم او پريکنده راوخيږي او افغان ځواکونه به ددې جوګه شي او هغه تشه به ډکه کړي ،چې په ګانده کې دبهرينو سرتېرو له وتلو وروسته په دې هېواد کې رامنځته کيږي ، خو خبره سرچپه شوه . له القاعدې او طالبانو سره دجګړې پر مهال دلويديځ ټولې هڅې اوبو یوړلې او د اټکل برعکس د القاعدې او طالبانو مورال نور هم پسې لوړ شو په مرجه کې دلويديځوالو دا ماته ددې لامل شوه ،چې طالبان بېرته مرجې ته راوګرځي او له پخوا لاپسې پياوړې شي دا خبره خو پر ځای پریږده ،چې په کندهار کې دا ډول عمليات وځنډول شول .
له دې وروسته په خپله دپنتاګون دچارواکو ترمنځ هم اختلاف او ناندرو سر راپورته کړ ، دسياستوالو او پوځيانو ترمنځ دتورونو لړۍ ګرده نړۍ پر سر راواخسته دلته نو ملګري ملتونو اړ شول ، چې دمنځګړي رول ولوبوي او دولسمشر حامد کرزي له څرګندونو - چې طالبان د زور له لارې نه ماتيږي – را وروسته ېې له تور لست څخه د طالب مشرانو دنومونو دليرې کولو خبره راپورته کړه .
دنظامي شنونکو له انده يوه خبره ،چې تر ډېره داندېښنې تر بريده دسړي په ذهن کې راګرځي او هغه داده ،چې پنتاګون غوښتنه کړې ده ،چې دافغان پوځ لپاره دې روسي ډوله 17-ME نظامي هليکوپتر راونيول شي ځکه دا هليکوپتر په افغانستان کې دجګړې اوږد تاريخ او تجربه لري .
دا ډول يوه غوښتنه کټ مټ سړي ته دامريکا سټينګر توغندي وريادوي ،چې د روسانو له وتلو دوه کاله وړاندې ېې دافغان – شوروي په جګړه کې پريکنده اومهم رول لوبولی و او له افغانستانه ېې دشورويانو د وتلو پروسه ګړندۍ کړې وه .
دامريکايانو او لويديځوالو په ناستو کې دافغانستان دجګړې پر سر ناندرې ورځ تر بلې زياتيږي او لامل ېې دمرجې دجګړې بايلل ، دکندهار دهغې ځنډیډل او پردې سربېره داوباما دا ژمنه ، چې په راتلونکې دوبي کې به له افغانستانه خپل سرتيري راوباسي .
لويديځوال په دې باور دي ،چې افغان ملی اردو ددې وړتيا نه لري ،چې هغه تشه ډکه کړي ،چې دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به رامنځته کيږي ددې ترڅنګ دانګلستان دا دريځ ،چې موږ په افغانستان کې تر ډيره نه شو پاتې کېدلې او يو شمېر هېوادو خو لا دا پريکړه کړې ده چې له افغانستانه به وځي .
پردې سربېره د طالبانو او القاعدې نظامي پرمختګ هم داسې مهال رامنځته کيږي ،چې امريکايانو دخپلې ستراتیژۍ دبياکتنې خبره کړې ده .
په دغه ليکنه کې غواړم ،چې په افغانستان کې پر نظامي وضعیت ، غوراوي ، دښکيلو خواوو دريځونه ، احتمالي سناريو ،چې د امريکا او لويديځ له وتلو وروسته به څه پېښيږي ؟؟
نظامي وضعيت
دسولې وړانديز ونه
افغاني سناريو
نظامي وضعيت :
دامريکايانو او انګريزانو څومره څرګندونې ،چې تر اوسه رسنيو ته راوتې دي دا ورځنې جوتيږي ، چې دلويديځ نظامي مشران داسې انګيري ،چې دوی نور دافغانستان په ډنډ کې ښکيل دي . دبېلګې په توګه په افغانستان کې دانګلستان داستازي استعفا او لامل ېې هم دا ښودلې و ،چې دلته دلندن تګلار روښانه نه ده له دې وړاندې په افغانستان کې دانګلیسي پوځيانو دعمومي قومندان جنرال اندرو ماکي استعفا ،چې دخپل تقاعد څخه وړاندې ېې له افغانستانه دخپلو سرتېرو دوتلو غوښتنه کړې وه .
له دې وړاندې څلورو انګليسي نظامي مشرانو هم استعفا ورکړې وه او لامل ېې دا و ، چې له افغانستان ېې دبرتانويانو دوتلو غوښتنه کړې وه .
له دې وروسته دانګلستان دنوي لومړي وزير ډيويډ کامرون دا څرګندونې ،چې روان کال به پريکنده کال وي ،خو طالبان بياهمدا کال د سوبې ( الفتح )هغه بولي دواړه لوري پردې سلا دي ،چې دا مهم کال دی او هر يو ېې له خپلې ګټې سره سم تعبيروي .
دامريکا داختلافاتو کېسه بيا بېله ده د امريکا دلوی درستيز جنرال مايک مولن او دفاع وزير ترمنځ هم اختلافاتو سر راپورته کړی مولن وايي : دکندهار جګړه برخليک ټاکونکې ده ، خو ددفاع وزير بيا وايي ،چې کندهار ګرد افغانستان نه دی . دېوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې له دې اختلافه دپنتاګون وياند جیف مولر پرده پورته کړه وياند زياتوي : (دکندهار دجګړې دستراتیژيک ارزښت پر سر د لوی درستيز او دفاع وزير ترمنځ اختلاف ژبنۍ دی نه بنسټيز ) .
دا اختلاف نو بيا دومره ژور شو ،چې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو مشر جنرال ستانلي مکريستال پر مرستيال ولسمشر بايډن بريد وکړ ځکه نوموړی پر افغان ستراتیژۍ شکمن دی ان تردې ،چې مکريستال له رولنګ ستونز مجلې سره دمرکې پر مهال پر جوبايډن ملنډې ووهلې . تاسې له ما دبايډن په اړه پوښتنې کوې ؟ دا څوک دی ؟ مکريستال دا هم ورپسې زياته کړه تېر کال مو ، چې په سپينه ماڼۍ کې دافغانستان ستراتیژي ارزوله دا راته جوته شوه ،چې په کابل کې سفير کارل ايکنبري راسره خيانت کوي ځکه نوموړې غواړي ،چې خپله کمزوري پټه کړي .
مکريستال وايي : زموږ دماتې پر مهال به دا بيا وايي : ما خو درته ويلې و . له دې وروسته ېې دپوځ او سپينې ماڼۍ ترمنځ دجنجال او اختلاف خبره راپورته کړه ،چې هغه مهال ېې سر راپورته کړ ، کله ،چې ولسمشر اوباما افغانستان ته زما له غوښتنې سره سم دنورو سرتېرو د رااستولو پريکړه ارزوله .
دژبني او بنسټيز اختلاف ترمنځ ، چې کومه تشه رامنځته شوې ده ټول د جګړې دتعریف په موندنه کې لالهانده دي نهه کاله وشول ،چې وضعيت ورځ تربلې کاواکه کيږي .
په افغانستان کې دناټو ځواکونو يو قومندان جنرال جوزیف بلوتڅ وايي : ناټو اوس دارزښتونو له جګړو سره مخ ده او ګانده به سخته او خونړۍ وي .
اټکل دا و ،چې دمرجې له عملياتو وروسته به دکندهار هغه پيل شي اوس که لغوه شوي نه وي نو ځنډول شوي خو دي . جنرال مکريستال دا مني ،چې دکندهار عمليات ولسي ملاتړ ته اړتيا لري نو ځکه ېې تر سپټمبر دځنډولو غوښتنه وکړه ددې مانا داده ،چې طالبان له ولسي ملاتړ برخمن دي ځکه د جنرال له انده دچريکو جګړو دګټنې لپاره دا لومړنی شرط دی ،چې ولس دې پر خوا ولاړ وي ،بلکې دنظامي پوځ دماتولو لپاره هم بنسټيز شرط ګڼل کيږي .
دلويديځ او امريکايي سياستوالو د اختلاف سربېره په لويديځ کې ولس پرجګړې بې باوره شوی دی او سوکه سوکه ېې مخالفت کوي او هغه ولسي ملاتړ ېې ،چې پخوا درلود اوس ېې مزه نشته ، له ټولپوښتنو څرګنديږي ،چې په امريکا کې دجګړې دملاتړ سلنه څلور ځلې راټېټه شوې ده دا نو بيا هغه څه دي ،چې ولسمشر اوباما ېې په راتلونکې دوبي کې د سرتېرو د راايستلو له ستونزې سره مخ کړی دی ، په افغانستان کې ،چې بريا نه وي تر لاسه شوې څرنګه به شونې وي ،چې سرتېري راوباسي .
په افغانستان کې نظامي پرمختګ له هغه راپور ښه جوتيږي ،چې دملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ترې پرده پورته کړې ده ، راپور کاږي : په افغانستان کې د تېر کال په پرتله دسړک دغاړې ماينونه په تېرو څلورو مياشتو کې 94% زيات شوې دي .
دملګرو ملتونو دسرمنشي راپور زياتوي : ځانمرګي بريدونه په اونۍ کې درې ځلې تکراريږي او ډيری ېې په سويل کې وي پردې سربېره ماينونه ،چې ډېر ساده دي ، خو دهېواد دامنيتي پېښو درېیمه برخه جوړوي . راپور په پای کې کاږي : د ډله یيزو ځانمرګو بريدونه کچه مخ په زياتيدو ده ددې ترڅنګ د ترور پېښې ،چې وسله وال ېې کوي داونۍ اوه پېښې ثبت شوې دي ، چې ډيری ېې دهېواد په سويل کې ترسره کيږي .
په افغانستان کې دنظامي پرمختګ په برخه کې له ګواښه ډکه خبره داده ،چې په تېروڅو اونيو کې پلازمينې اسلام اباد ته څيرمه دنړيوا ل ائتلاف يوه اډه د طالبانو تر بريد لاندې راغله او په سلګونو هغه موټر ،چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو سرتېرو ته ېې دسون او خوړو دليږد دنده ېې درلوده له منځه يوړل پردې سربېره دقرغيزستان وضعيت هم په افغانستان کې دناټو دنده او ماموريت اغيزمن کړي دي په ځانګړې توګه د( ماناس ) هواېي اډې په افغانستان کې ېې دنړيوالې جګړې ماشين په ټپه ودرولی دی او دورځې نږدې 45 زره ليتره تيل ېې ورځينې ايسار کړي دي .
دسولې وړانديز ونه
لويديځ ائتلاف او افغان او پاکستاني ملګري ېې هغو شريکباڼو ته ورته دي ،چې يو پر بل باور نه لري هر يو دېته سترګې په لار ، چې څرنګه داوسني او راتلونکي بدلون او دطالبانو دبيا راتګ پر مهال خپل ځان اوګټه خوندي کړي هر يو هغه شېبه اوګړۍ شميري ،چې د طالبانو د بيا راتګ سره به څرنګه چلند کوي ؟
خپله ولسمشر کرزي د ولسي باور د ترلاسه کولو او له طالبانو سره دخبرو په موخه ځينې داسې ګامونه پورته کړل ،چې دامريکا خوښ نه شول ، چين او ايران ته ولاړ ، دامريکايانو پر ضد ترې څرګندونې وشوې ، يو څه له پاکستانيانو سره ورنږدې شو هغه هم په دې تور ،چې اسلام اباد له طالبانو سره اړيکې لري - دکرزي دا اقدام کټ مټ د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله له هغه سره ورته و – دکورنيو چارو او ملي امنيت د رئيس دګوښه کولو پر سر له کرزي سره دامريکا اختلاف راڅرګند شو ځکه دا دواړه له امريکا او هندوستان سره نږدې او له پاکستان سره وران وو .
کېدای شي دا به يو څه منطقي اټکل وي ، چې امريکا او انګلستان له خپلو ملګرو سره يو ځای له افغانستانه پښې سپکې کړي دا مهال نو دبهرنيانو پر وړاندې يو غوراوی شته او هغه دا چې داسې ګډوډي به رامنځته کړي ،چې افغانستان په کورنيو ستونزو کې دومره ښکيل شي ، چې نور به دا سېک نه لري ، چې دوی ته دزيان د وراړولو جوګه وي او نه به په سيمه کې دلويديځ ستراتیژيک ملګری هند ته ګواښ وي ، خو هند بيا خپل حسابونه لري اودا هڅه کوي ، چې په افغانستان کې دپښې کېښودلو ځای ومومي ،چې دبهرنيانو له وتلو وروسته په دې هېواد کې پاکستان بيا نفوذ ونه کړي .
دوېم هندوستان دا اندېښنه لري هسې نه ،چې د بهرنيانو له وتلو او دطالبانو دبيا راتګ وروسته دوی دوسله والو نږدې هدف ونه ګرځي شنونکي وايي : لويديز له پاکستان غواړي ،چې لشکر طیبه بايد وځپل شي او پر ISI تور دی ، چې له لشکر طیبه سره مرستې کوي او لوژستيکې اړتياوې ېې ورپوره کوي پر پاکستان دا ډول فشار کېدای شي دهند دسپارښتنې له کبله وي .
دامريکا خبري رسنيو پر پاکستان فشار راوړې دی په دې وروستيو کې ېې د پاکستان دپوځ پر لوی درستيز جنرال اشفاق کياني سختې نيوکې – په تېر کې ېې ستايلې هم و - وکړي ان تردې ،چې دبوستن د ډلې په ګډون يو شمېر رسنيو له ولسمشر باراک اوباما وغوښتل ، چې جنرال کياني بايد نور له دې منعه شي او له طالبانو سره د پټ پټونی نه کوي .
داسې ښکاري ،چې د هغو راپورونو له مخې ،چې دپاکستان او افغان طالبانو داړيکو په اړه خپاره شوي دي دواشنګټن شک نور هم زيات شوی دی . داسمه ده ،چې پاکستاني سياستوال طالبانو ته دخپلې دفاع دلومړۍ کرښې په سترګه ګوري لکه څرنګه ، پخوا مجاهدينو ته کتل کېده ،چې دوی د کمونيزم دپراختيا دمخنيوي پر وړاندې دجګړې لومړې کرښه ده .
دا سياستوال داسې انګيري که چيرې امريکا په افغانستان کې برلاسۍ شوه ددې مانا به داوي ،چې دپاکستان دوديز دښمنان هند او شمال ټلواله د برياليتوب تر درشله ورسيدل دا مهال به نو پاکستان د هند او افغانستان ترمنځ راګير وي . پردې سربېره په سیمه کې دامريکا اندېښنو ته يو بل هم ورزياتېدی شي او هغه دپاکستان او چين ترمنځ وروستۍ اتومي همکاري ده .
دپاموړ خو داده ،چې پاکستان او افغانستان ته دولسمشر اوباما ځانګړې استازی ریچارډ هولبروک داسې مهال پاکستان ته راغی ، چې لوی درستيز جنرال کياني په چين کې و او هلته ېې داتومي همکاريو په اړه له چينايي چارواکو سره خبرې کولې .
په هر صورت که لويديز له افغانستان ووت اويا وتلو ته اړ ويستل شو په دواړو حالتونو کې به پاکستان دقربانۍ ګډوری وي ، ټول به دا هڅه کوي ،چې په افغانستان کې دلويديځ دماتې مسووليت دپاکستان پر اوږو وربار کاندي .
په لندن کې دسياست او اقتصاد پوهنځي په خپل وروستي راپور کې کښلي : دافغانستان له طالبانو سره ISI اړيکې لري ، ان تردې ،چې ولسمشر اصف علي زرداري هغه زندان ته ولاړ ،چې دطالبانو دحرکت مرستيال ملا برادر په کې دی له نوموړي سره وکتل او د خوشی کېدو ډاډ ېې ورکړ .
دا معلومات که کره وي او يا ناکره ، خو دا باوري ده ،چې پاکستان له طالبانو په ټوله مانا لاس نه دی اخستی په ځانګړې توګه په دې وخت کې ټول لګيا دي دنوي پړاو لپاره ، چې طالبان به په کې حاضر وي ځانونه چمتو کوي .
ولسمشر کرزی دسولې د مشورتي جرګې له لارې هڅه وکړه ،چې طالبان سولې ته رامات کړي ، خو دوی په هماغه ورځ هم دجرګې پر خیمه بريد وکړ او دده دحکومت دوو لوړ پوړو چارواکو دګوښه کولو لامل وګرځيد ،خو دې هر څه کرزی نهيلې نه کړ او له زندانه ېې د 16 طالب مشرانو دخويی کولو امر وکړ او موخه ېې داوه ، چې دسولې دپروژې پر وړاندې خپل ښه نيت په ډاګه کړي .
افغاني سناريو :
دتاريخي تجربو له مخې طالبان له نورو سره ګډ حکومت نه غواړي له 2001- 1996 ز راهسې همداسې روږدې شوي دي ان تردې ،چې په افغانستان کې دلويديځ دشتون پر مهال ېې دګلبدين حکمتيار پر مشرۍ له حزب اسلامي سره ، چې دبهرنيو ځواکونو پر ضد ېې جګړې کولې ، ائتلاف هم له څيرمه رد کړ هغه مهال ېې له حزب اسلامي وغوښتل ،چې ملا عمر ته بعيت وکړي او بس .
د طالبانو دخوځښت شاليد ته که وليدل شي نو دسولې هغه هڅې ،چې کرزي پيل کړې چنداني دباور وړ نه دي ځکه طالبان دکرزي حکومت ته دنامشروعه په سترګه ګوري ځکه خو ورسره دخبرو اترو وړانديز ردوي .
دلته سړی د اويلای شي که په دغه ډول شراېطو کې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووتل ددې شونتيا شته ،چې يوه بله کورنۍ جګړه به سر راپورته کړي کټ مټ لکه دشورويانو له وتلو وروسته ،چې رامنځته شوه ، خودا ډول وتل به يو ميکانيزم ته اړتيا لري ،چې څرنګه به يو نوي پړاو ته ورننوځي ځکه بهرنيان ځواکونه ونه توانيدل ،چې افغان ملي اردو او پوليس داسې وروزي ،چې د طالبانو د بريدونو پر وړاندې بيا ودريږي .
يو شمېر شنونکې بيا وايي : اوس په افغانستان کې دهغه ډول کورنۍ جګړې ويره او اندېښنه نشته کومه يوه ، چې د شورويانو له وتلو راوروسته پيل شوه او لامل ېې هم دا دی ، چې له يو پلوه طالبان پياوړې دي او له بل پلوه دشوروي اتحاد له وتلو راوروسته پېر ( مرحلې ) په پرتله د طالبانو ايډلوژي پياوړې ده او د مشرتابه له ستونزې سره مخ نه دي .
اوسمهال طالبان ځانته د يو کامياب خوځښت په سترګه ګوري او دا ېې له وسه پوره ده، چې دنړۍ له څلوېښتو لښکرو جوړ شوې ائتلاف سره ډغره ووهي پردې سربېره دوی بيا په تاجکستان ، ازبکستان ، چيناي ترکستان ، پاکستان او ايران کې پلويان لري د القاعدې بیعت خو پر ځای پريږده نو بيا ولې خبرو ته ګونډه راماته کړي او له مات شوې اړخ سره واک شريک کړي .
له افغانستانه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناريو داده شمالي ټلواله ، چې له تاجکو ، ازبکو او شیعه څخه جوړه ده له ولسمشر حامد کرزي سره د روس ، هندوستان او ايران پر مرسته راټول او د طالبانو پر وړاندې به ودريږي ،چې د پاکستان ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له مرستو برخمنه ډله ده . دا مهال کې دايران پښه راننوته افغانستان به يو ځل بيا د نورو دجګړو ډګر وګرځي .
اوس ، چې څرګنده امريکايي چارواکي لګيا دي د طالبانو له پخوانيو مشرانو لکه په اسلام اباد کې د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعیف دبهرنيو چارو پخوانی وزير مولوي وکيل احمد متوکل سره اړېکې نيسي ، چې له طالبانو سره دمنځګړي رول ولوبوي تر اوسه خو دامريکايانو شرط دادی ،چې طالبان به له القاعدې لاس اخلي او دا ژمنه به کوي ،چې په ګانده کې به القاعدې ته ځای نه ورکوي ، خو داسې ښکاري ،چې طالب مشر به دا شرط ونه مني ځکه ،چې په 2001 ز کې ملا عمر دبن لادن له کبله خپله واکمني بايلوده اوس به څرنګه حاضر شي ،چې دامريکايانو دا شرط ومني که چيرې داسې وشي دا مهال به نوموړي ته دروانې 9 کلنې جګړې تاريخي مسووليت ورترغاړې وي .
کېدای شي امريکايي اولويديځ چارواکي به تراوسه نه وي توانيدلې ،چې دافغاني ټولنې د پیچلې طبیعت پرنبض ګوته کيږدي پردې سربېره چينايي متل وايي : د انقلابيانو ماته هغه مهال شونې ده ،چې ته ددوی له ايډلوژۍ پياوړې هغه ورته وړاندې کړې . نن ورځ ، چې طالبان کومه ګروهه لري هغه اسلامي ګروهه ده ،چې پخوانی شوروي اتحاد ېې په ګونډو کړ اونن هم ښکاري ،چې ددې ګروهې ماتول شونې خبره نه ده .
پر همدې بنسټ د پنتاګون په چوکاټ کې رانډ موسسې امريکايي چاروکو ته سپارښتنه کړې ده ،چې پاکستان ته لمن وغوړوي ،چې وسله وال له منځه يوسي د راند له انده دا وسله وال د پاکستان دبهرنۍ او کورنۍ تګلار يوه وسيله ده د دوی دځپنۍ په بدل کې بايد پاکستانيانو ته اتومي ټيکنالوژي ورکړل شي .
دامريکايانو ستونزه داده ،چې دوی تل په ورکړه کې وروسته پاتې وي دا ځل پاکستان وار دمخه کړ له خپل دوديز ملګری چين سره ېې تړون لاسليک کړ په افغانستان کې پر طالبانو دپاکستان اغيز له ورايه جوت دی ترهغې ،چې په سیمه کې دپاکستان رول تضمين شوی نه وي اسلام اباد به په دومره اسانۍ له طالبانو لاس وانخلي ځکه پاکستان غواړي ،چې دخپل دوديز دښمن پر وړاندې د ودريدو توان ولري .
په لنډه توګه پاکستان له دې سربېره غواړي ،چې دکشمير په کړکیچ کې ورسره د دوي په خوښه چلند وشي ورپسې له افغانستانه دپاکستان دګټو لپاره دهندوستان پښه له دې هېواده لنډه شي .
ځينې بيا دا سناريو دپلي کيدو وړ بولي او دا د 1990 ز کال له شراېطو سره ورته ښکاري هغه مهال ،چې شوروي اتحاد ووت او افغانانو دا زمينه برابره شوه ،چې خپل برخليک په خپله وټاکي .
خو نن ورځ افغان کړکیچ بل ډول دی دافغانستان سياسي او نظامي وضعيت د سرتېرو دايستلو دستراتیژۍ ،چې اوباما تېر کال اعلان کړه او دولسمشر کرزي د روغې جوړې دنوښت ترمنځ کاواکه دی . ددې ترڅنګ بيا پياوړی اړخ طالبان دي ،چې له حکومت سره د هر ډول خبرو مخالفت کوي او دا خپله ددې ښکارندویه دی ،چې وضعيت نور کړکیچن کيږي .