پاکستاني طالبانو نور ولي مسيد خپل مشر وټاکلو

روهي (نۍ/۲ د چنګاښ)، د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته يادې ډلې خپل نوی مشر مفتي نور ولي مسيد ټاکلی دی.

د پاکستاني طالبانو تحريک رسنيو ته د يوې اعلاميې په استولو سره د خپل پخواني مشر ملا فضل االه مړينه تائيد کړي او پر ځای يې مفتي نور ولي سيد خپل نوی مشر او مفتي حضرت الله د مرستيال په توګه ټاکلي دي.

د بي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو د خپل نوي مشر د ټاکنې په اړه ناستې تر سره کړي، چې وروسته يې د رايو په اچولو سره نور ولي مسيد د مشر په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان دفاع ورازت څه وخت وړاندې تائيد کړې وه، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې په کونړ ولايت کې وژل شوی دی.