
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چینګاښ۲مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټاکنیزو هڅو په لړ کې پر خپل پلویانو غږ کړی، چې یو ځل بیا دې دی وټاکي.
ټاکل شوې سبا د جون میاشتې په ۲۴مه په ټوله ترکیه کې ولسمشریزې او پالماني ټاکنې تر سره شي.
د راپورونو پر بنسټ، اردوغان د واک ساتلو لپاره، وخت وړاندې د ټاکنو غوښتنه کړې ده.
بل خوا د اردوغان سیال چې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند غړی دی ویلي، دا ځل ټاکنو کې به پر خپل ټول توان هڅه وکړي څو اردوغان ته ماتې ورکړي.