امریکا کې د پاکستان نوی سفیر له دوی سره پر بیا اړیکو جوړیدو بریالی شوی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۲) پاکستاني رسنۍ خبر ورکړی، چې په امریکا کې نوی ټاکل شوی سفیر علی جهانګیر له دغه هېواد په ځانګړې توګه د جمهور رييس ټرمپ له زوم کوشنر سره نیږدې اړیکې پاللې دي.
 
ویل شوي، چې جهانګیر او ځینو نورو پاکستاني ډیپلوماټانو وکولای شول چې له پاکستان سره د امریکا خرابې شوې اړیکې بیرته سمې کړي.
 
له همدې امله متحده ایالات اوس پر پاکستان له فشارونو لاس په سر شوی او پاکستاني او امریکایي چارواکي ،دواړه د خبرو اترو او مشورو له لارې په سیمه کې ګډ پروګرامونه پر مخ بیایي ،څو د ولسمشر ټرمپ وروستۍ ستراتیژي کامیابه کړي.