زخارووا: امریکا؛ د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر روسيې اچوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۲مه) د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، امریکا د عامه ذهنیت مصروف ساتلو لپاره پر روسیې تور پورې کوي.
 
هغې زیاته کړې، ددې لپاره چې امریکا ځان د نړیوالو له نیوکو خلاص کړي، پر روسیې تور پورې کوي او د خپلو ۱۶ کلنو نیمګړتیاوو د پټولو هڅې کوي.
 
اغلې زخارووا وايي، په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان ټول هوایي قلمرو په خپل کنترول کې لري، نو څنګه داعش ډله د چورلکو په واسطه له یو ځای بل ځای ته انتقالیږي.
 
له دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانۍ ته نوماند جنرال سکاټ مېلر ویلي و، ایران، پاکستان او روسیه په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي او په داسې شرایطو کې سولې ته رسېدل نا ممکنه دي.