وخت یې نه دی چې سوله وکړو؟      

     د هرې جګړې او شخړې پای خبرې او سوله ییزه حل لاره ده. د افغانستان جګړه ټول باوري دي او دا سمه هم ده چې بهرنۍ اړخ لري، هغه د ولسمشر وینا ده چې جګړه په افغانستان کې نه بلکې په افغانستان ده. د ملي یووالي حکومت هماغه د جوړېدو له مهاله په جدیت سره د څلورو لسیزو دې روانې جګړې ته د پای ټکي ایښودو هڅې پیل کړې. ولسمشر او کابینه یې په دې شخړه کې په دې پوهیږي چې څوک او کوم لوری څومره وزن لري؟
 
     تېر کوچنی اختر د افغانستان د طالب ضد جګړې په پېر کې هېواد ته له هره پلوه متفاوت هغه و. لومړی د اختر درشل کې ولسمشر خپل یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې د روژې له ۲۷ پیل او د اختر تر پنځمې یې دوام وکړ او بیا طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان وکړ. د دواړو لورو د قهریه ځواک سرتیري او جنګیالي د یو او بل تر کنترول لاندې سیمو ته ورغلل، غاړه غړۍ شول او د هر افغان په سترګو کې یې د خوښیو اوښکې ډنډ کړې. د اختر درېیمه ورځ وه، له شاه شهید څخه د خپل مقصد ځای پر لور( پل سفید) پلی روان وم، د تېلو یوه ټانګ ته مې پام شو چې د سپینو بیرغونو لیږدونکي دوه موټر په کې ودریدلي، په شلشمو غوړ او د اوږدو ویښتانو لرونکي کسان یې مخې ته ولاړ دي او هر چا نوبت نیولی او د ملا صاحب اختر دې مبارک شه په ویلو سره ور غاړې وځي. د طالبانو دا شاوخوا اته کسیزه ډله د سیمې خلکو ګردچاپېره کړې وه، چا ورته د چایو او چا هم د ډ‌وډۍ خوړلو کلک ستونه کول. سترګې مې د دوي له مشر سره په سترګو شوې، غیږ یې خلاصه او اختر مبارکي یې را سره وکړه ما هم ورته کور ته د بلنې او ډوډۍ خوړلو بلنه ورکړه خو ده وویل، مننه بیا په کرار راځو او خبرې به وکړو.
 
     په دې سره هغه زمونږ د یوه سپین ږیري مشر خبره را یاد شوه چې ویلي یې و، افغانان د تاریخ په اوږدو کې خپلو کې چندان ښه نه و، او نه دي خو کله چې د ملي حاکمیت مساله پورته شوې ټول سره یو موټي شوي او دښمن ته یې داسې ګوزار ورکړی چې د څو کلونو په تېرېدو سره یې تیندکونه خوړلي دي.
 
       طالبانو په خپل درې ورځني اوربند سره دا وښوده چې که وغواړي او ډز ونه کړي، وطن ګل او ګلزار دی، ولسمشر یې هم د ځواک په اندازې پوهېدلی نو ځکه د زړه له تله او په جدیت سره غواړي چې د تېرو مشرانو حامد کرزي، تر هغه لږ مخکې د ډاکټر نجیب الله او نورو لار تعقیب کړي. ولسمشر ښې طرحې لري، د پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان ګډ پلان اسلام آباد مطرح کړی، کابل پرې یو لړ ملاحظات درلودل او لري یې هم ځکه پاکستاني مشران وایی هم دونو بایی هی لیکن برابر نهی مطلب دا چې مونږ دواړه وروڼه یو خو برابر نه یو یعنې زه اټم بم لرم، نفوس مې هم تر تا ډېر دی او په نړیوالو اړیکو کې باید له ماسره مشوره وکړې، په ځانګړې توګه له هند سره دې اړیکې باید محدودې او د پاکستان له عینکو عیارې شي، چې دا نا ممکن دي، او که مو په یاد وي ولسمشر ولسي او لویو غونډو کې په خپل خاص انداز او چیغو سره ویلي چې با عزته سوله غواړي، داسې نه چې لوی افغانستان او غیور افغانان شرمېدلي ووسي. د طالبانو د اوربند په مهال امریکایی بې پیلوټه الوتکو په کونړ کې د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر ملا فضل الله وواژه. د ملا ایف ایم په نوم دغه مشهور طالب قومندان سوات دره کې فعالیت درلود، د ملالې په ګډون چې د سولې نوبل ګټونکې پښتنه پیغله وه، د هغه له ورانکاره کړنو پاکستان کې هیڅوک په کرار نه و پاتې. داسې هم ویل کېږي چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو وژنه هم ده پلان کړې وه، خو هر څه چې و، دا د کابل له لوري پاکستان ته د اړیکو ښه کولو لپاره ډېره لویه ډالۍ وه. ولسمشر غني له پاکستاني ملکي او پوځي مشرانو سره ټیلیفوني خبرو کې له پاکستان وغوښتل چې د ده په څېر په پوره جدیت سره هغه طالب مشران سولې ته کینوي چې پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري. پاکستان په خپلې دوه ګونې او منافقانه لوبې سره یو ځل بیا د افغانانو زړونه مات کړل، په لوی شمېر طالبان د سولې تږي دي ښارونو ته یې په راتلو او افغان ځواکونو سره په یو ځای کېدو سره دا ټولو ته جوته شوه، خو له بده مرغه دغه ډله هم د پاکستان تر کنترول لاندې ده، مشران یې د کورنیو له غړو سره پاکستان کې برمته دي او هغه د چا خبره شور هم نه شي خوړلی.
 
     د هغوي اعلامیې دا ښکاره کړه چې پرېکړو کې خپلواک نه دي، خو دې غاړې ته کابل له طالبانو سره لس ورځنی اوربند اعلان کړی، ولسمشر په ارګ کې له سیاسي مشرانو او حکومتي جګپوړو غړو سره په سولې او یو اړخیز اوربند مشورتي ناستې پیل کړي، طالبانو بیا چاړه ته لاس کړی او هره خوا قتلونه کوي داسې قتلونه چې د څارویو ذبحه کوونکي( قصابان) یې هم ګوته په غاښ کړي.
 
     ولسمشر دې فرصت کې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې د سولې د ټینګښت لپاره په پوره ځواک سره هڅې پیل کړي دي. ولسمشر خپل د ملي امنیت سلاکار، د ملي امنیت لوی رییس او کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا پاکستان ته ور ولیږل څو د پنجاب په راتلونکو پلانونو او غوړو ژمنو چې ټولې برعکس ثابتې شوي دي، ځانونه پوه کړي. د یوه عام وګړي په توګه مې ولسمشر ته دا سپارښتنه ده چې د هرې جګړې پای سمه ده چې خبرې دي، اما خبرې داسې نه کیږي چې یو لوری دې زارئ کوي او بل لور دې وژنې. تر ټولو ښه لار دا ده چې ولسمشر له نړیوالو متحدینو سره په سلا مشوره او همغږي کې ملت ته خپله تاریخي وینا وکړي، بیړنۍ حالت دې اعلان شي، د بشر حقونو دې نور کار نه وي، دې موده کې دې له شاوخوا درې سوه زره کسیز ځواک څخه پوره کار واخیستل شي، هغه سیمې دې تر ګوزارونو لاندې راشي چې له وسلوالو مخالفینو سره خواخوږي لري، د وسلوالو مهم او کلیدي غړي چې د بیت المال له دسترخوانه یې خیټې اچولي په دار را وځړول شي، د دې تر څنګ چې د سولې دروازه پرانیستې وي، په وسلوالو دې بې رحمانه حملې وشي. د ځواکونو په چټک عمل سره چې اوس دفاعي حالت کې دي، یرغلیز حالت ته دې واوړي. له ناټو دې د هوایی ځواک د استعمال مرسته وغوښتل شي په ډېورند کرښې دې هوایی څار زیات شي، له پولې اوړیدونکي کسان دې کلک وڅارل شي د مشکوک حرکت په صورت کې دې د اور بل امر وشي، په دې سره به نور څوک جرئت ونه کړي چې د جګړې غځولو شوق وکړي، ټول خلک به تر دې حالت وروسته په یوه خوله ووایی آیا وخت یې نه دی چې سوله وکړو، دا جګړه هم پای لري خو پای یې باید ټولو ته د منلو وي، تر جګړې سوله هم سخته ده، مونږ افغانان کړیدلي یو، ځوریدلي یو خو دا نه غواړو چې د سولې په پلمه دې پاکستان پر مونږ واک وچلوي، پاکستان د افغانستان په کړوسیانو کې هم نه راځي، پاکستان دې دریځ کې نه دی چې له مونږ سره دې آمرانه چلند ولري، تر پاکستان ځواکمن هېوادونه دلته په ګونډو شوي، پاکستان دې نور د افغانانو پاک احساسات نه زیانمنوي، پاکستان دې له ستر خوشحال بابا زده کړي چې سلګونه کاله مخکې یې ویلي وو.
                                                د افغان په ننګ مې وتړله توره        
                                               ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم.
                                                               پای