
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳۱مه) د کندهار ولایت د پوليسو ویاند ضيا درانی ویلي، په دغه ولایت کې وسلهوالو تېره شپه دوه بجې د ژېړۍ ولسوالۍ د قاري سليم کارېز په سيمه کې د ملي پوليسو پر پوسته بريد کړی دی.
ویل شوي،چې د وسلهوالو په وړاندې د امنیتي ځواکونو په دفاعي غبرګون کې ۱۰ وسلهوال وژل شوي دي.
ښاغلي دراني ویلي، د وسلهوالو په بريد کې امنیتي ځواکونو ته زيان نهدی اوښتی، خو د هغوی يو خښ کړي ماين د پوليسو پر رنجر چاودنه کړې چې له املهیې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.