د سولې انتظار

وخته ستا په مینه کې وفا ته منتظر یو
سولې ستا له نوره یوې رڼا ته منتظر یو

نه چې پکې مرګ وي نه آواز د ټوپکونو
داسې د اختر یوه سبا ته منتظر یو

خدایه! ته د امن یو باران په کلو وکړې
مورې ستا له خولې داسې دعا ته منتظر یو

اې د وطن غرو کې بندي بازه ځه الوزه
پاس په آسمانونو ستا نڅا ته منتظر یو

ژونده د بدلون په لورې یون کول په کار دي
بس د عالمانو یوې فتوا ته منتظر یو

ورځې مو اخترشپې مو برات لرې هر کله
(مینې) د یتیم په خوله موسکا ته منتظر یو