
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳۰مه) عافیه صدیقه له القاعدې ډلې سره په اړیکو لرلو او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو په برید د تورنې په اړه نوي معلومات خپاره شوي دي.
پاکستانۍ ټرېبیون ورځپاڼې د سرچینې په قول لیکلي، صدیقي سره د امریکا په زندان کې ناوړه چلند کېږي او پرلپسې ډول جنسي ځورول کېږي.
ویل شوي چې په هوسټن کې د پاکستان کونسلګرۍ یوې چارواکې له صدیقي سره کتلي دي.
عایشې فاروقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې لیکلي چې صدیقي د زندان په عملې او څېړنیزې ډلې باندې د نه باور خبره کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې دغې چارواکې د تېرې مۍ میاشتې په ۲۳ مه له صدیقي سره کتلي دي.
له دې وړاندې داسې ګنګوسې وې چې ګنې صدیقي د امریکا په زندان کې ساه ورکړې ده.
هغه په ۲۰۱۰ ز کال یوې محکمې له لوري په ۸۶ کاله بند محکومه شوې ده.