غزل

زړه دې ور نه وينې شي،نوښـــــــــه به شي
هرڅه بــه له مينې شي،نـوښــــــــه بـــه شي
خـــــــــــوله ورځينې اخلم،پـــــــه حيا نـه ده
سترګې به يې سپينې شي،نوښــه به شي
خړو لوپټو ســـــره جــــــــــــــــوش نــه راځي
لږې کـه رنګینې شي ،نو ښــــــــــــــه به شي
هــره ورځ ترخې خبرې ښه نـــــــــــــــــــــه دي
نن خـــــــــو دې شیرینې شي،نو ښه به شي
ټوله ورځ ولاړې بــــــــــــــــــه دې ور تـه وي
ورکې دې داځینې شي،نـو ښـــــــــه به شي
ولې منــــــــــګل ګـرم دی چې چيړل کوي؟
پېغلې دې سنګينې شي،نـو ښـــــه به شي
 طالب منګل