روسیه؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوالې شورا ته نومانده ده

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳۰مه) راپورونو کاږي؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمې استازي ویلي، چې د روسیې هېواد د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۳ کال په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو شورا ټاکنو ته د نوماند کولو اعلان کړی دی.

 په ملګرو ملتونو کې د روسیې رسنیو مرستیال فیوډور سټاسوسکي ویلي، د روسیې هېواد به د بشري حقونو په برخه کې د همکارۍ، مساوات ساتلو او خبرو اترو له لارې خپلو رغنده کارونو ته دوام ورکړي، په دې موخه یې هېواد د بشري حقونو د شورا له پاره د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۳ کلونو تر مینځ ټاکنو ته نوماند شوی دی.

معلومات ښيي، چې د بشر حقونو نړیوالې شورا کې د روسیې وخت په ۲۰۱۶ کال کې پای ته رسیدلی و، بیا یې نه شو کولې چې په ورته کال کې وټاکل شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا له خوا سفیرې نیکې هیلې ویلي، موږ د بشر حقونو د نړیوالې شورا څخه ځکه ووتلو چې نړیوالې شورا د اسراییلو پر وړاندې له سختۍ کار اخیست، د بشر حقونو شورا اسراییل غزه کې د فلسطینیانو په وژلو تورن کړي دي.

 د بشر حقونو شورا د ملګرو ملتونو یوه غیر دولتي اداره ده چې په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوې، په دې شورا کې ۴۷ هېوادونه ګډون لري.