
زه دې پاڼې درته ښكل كړم، كه دې ځالې رالويدلي
اې شهيد نښتره ولې؟ ولې؟ ولې؟ چا وژلي
چا وژلي، چا وژلي، نازولي، ستا د كلي
له ګردېز تر احمدزيو – طوطاخېله تر ځاځيو
له منګل تر څمكنيو – له ځدراڼ تر زرمتيو
ته شاهد زموږ د ماضي يې، تا ليدلي، تا ليدلي
ستا په هره لوېشته خاوره، زموږ وينې څاڅيدلي
له واڼه نه تر خوستيو- تر شېنوارو اپرېديو
له كوهاټ تر باجوړه- تر بلوڅ او اڅكزيو
موږ سينې درته غلبېل كړې، ځېګرونه مو سپړلي
موږ پګړۍ درته راوړې، خېر كه لوڅې پښې راغلي
كه لوګر ؤ، كه كابل ؤ- كندهار ؤ كه زابل ؤ
كه باميان كه سر پُل ؤ- كه پغمان كه چنداول ؤ
هر قدم زموږه ګل ؤ، كوم خزان را ريژولي
ارغوان راته ژړا كړي، ګل غونډۍ راته ژړلي
ستا شهيدې پاڼې زار شم- ستا رنځورې څانګې ښكل كړم
ستا غزل خو به نښتره- بيا غزلې د كابل كړم
ستا تالا ځالې به راوړو، پكې ځاى به كړو بلبلې
په دې لوړه تاتره به، د اټك وايو غزلې
له واخانه تر خيبره- هندوكش نه تر سپين غره
لر او بر واړه ژوندي دي- له فراه تر پېښوره
د ورورۍ قسم لا شته دى، هم هغلې او هم دلې
يو د چيغې ډوول كه ووهو، بيا به ډله شي دا ډلې
د غورځو وطن مړ نه دى- پرهار دى، مګر پړ نه دى
دوه ميليون يې شهيدان شول- مګر هېچاته خړ ندى
د يوې چيغې انتظار كړي، بيا به ووينې مزلې
د وروستي ښامار له نسه، به هم وباسي زموږ څلي
ستا ريښې يخنۍ چوولې- وچكالۍ جفا دركړې
ته لا اوړى ژمى شين يې- ځكه خداى بقا دركړې
كه سل ځله يو لويدلي، خو بيا هم يو درديدلي
خو اى كاش(شاكره) وروره،دومره نه واى درديدلي