اى هى جريمه


چې كله ګورم چې كاكه د كاندارمي دخپل د كان كثافات په سړك غورځوي نو را په يادشي چې اى هى جريمه.
چې كله ګورم چې دا تيز رفتاره موټر د ګرديز په خټين سړك كې د خلكو پرمخ اوجامو خټي وشيندي نو وايم چې اى هى جريمه.
چې كله د بازار كيك او كلچي و خورم او زړه مي خراب شي پوهيږم چې پكي دبوري پرځاى پاكستانى جوهر استعمال شوى نو وايم چې اى هى جريمه.
چې كله وينم چې قصاب مريض حيوان حلالوي او په خلكو ئي پلوري نو بيا راپه يادشي چې اى هى جريمه.
كله به مې چې د بازارډوډۍ خوړله په يوه ډوډۍ مړيدلم او اوس ئي په دريو مړيو سړي نه مړيږي نو بيا راه په ياد شي چې اى هى جريمه.
چې كله بي سواد مريضي تاريخ تيره دواو خوري او بيا ډاكتر ورته ووايي چې ته ګوزر وهلى ئي خو اصلاً هغه تاريخ تيري دواو هلي وي نو زما بيا ارمان شي چې اى هى جريمه.
د واورې مجلې څخه