
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳۰مه) په راپورونو کې راغلي، چې پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته ځان ته نوی رهبر ټاکلی دی.
ویل شوي، چې په کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو په یوه جلسه کې د څو ټاکل شوو کسانو په اړه خبرې شوې دي.
ښکاري، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر لپاره عمر رحماني وټاکي.
د پاکستانۍ رسنیو په حواله، عمر رحماني د تحریک طالبان پاکستان مخکښ غړی دی او د پرویز مشرف پر ضد یې په یوه برید کې هم لاس درلود.
ملا فضل الله په روانه میلادي میاشت کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.