نړيوال کنفرانسونه دمعضلو اوارول که د استعماری قوتونو دتوطئو تبريرول ؟

د نړیوال سیاست په ډګرکې اکثرا نړیوال کنفرانسونه د دې لپاره رابلل شوی دی ، چې د یوې معینې مسالې د حل لپاره لارې چارې وڅیړی ، او د کشالې د ختمیدو امکانات د هغو اطرافو د لید لوریو په رڼا کې وڅیړي ، چې دا معضله ئې رامنځ ته کړی ده . د ټولو اړخونو له طرفه په هغه طرحه شوی اجنډا لید لوری وړاندی شی ، چې عادتا د نړیوالې ټولنه له لوري د کشالې د ختمیدو لپاره مطرح شوی وي . او هغه مهال د یوه کنفرانس پریکړو او مثمر واقع کیدلو ته هیلمن کیدلای شوو ، چې نړیواله ټولنه د کشالې ټولو اطرافو ته په یوه سترګه وګوری ، او خپل سیاسی مقاصد او اهداف پکښې ونلری . خو له څه مودې راپدیخوا په تیره بیا کله چې د روسیه امپراتورۍ په افغانستان کې ونړیده ، نو د نړیوالې ټولنې توازن او تعادل زیانمن شو ، او نړیواله ټولنه د نړیوالو سیاسی معضلو په اوارولو کې د یوه قطبه سیاست ،چې امریکا ئې مشری کوی ، تر اغیزې لاندې راغلې ده ،اوخپل مشروعیت او حیاد (بې طرفي) له لاسه ورکړې ده . سره لدې چې د روسانو د امپراتورۍ تر نړیدو وړاندې هم د نړیوالې ټولنې دوه ځواکمن قطبونه په ګډه د اسلامی هیوادونو دښمن وو ، خو بیا هم کله نا کله د دوی د سیاسی مصلحتونو د ټکر په صورت کې اسلامی هیوادونو ته د دریمې لیارې احتمال په لاس ورته . خو له کومی ورځې چې امریکا د نړیوال سیاست د ډګر یوازنۍ لوبغاړې شوې ده ، نو هغه هیوادونه ئې هم په ځان پسې روان کړی دي ، چې د نړیوالې ټولنې نوم پرې ایښودل کیږی ، او په نړیوال سیاسی چاپیریال کې امریکا د خپل جنایتونو او جرمونو د تبریر لپاره ترینه نه ګټه اخلی ، او دا راز نړیوال کنفرانسونه چې باید نړیوالې کشالې اوارې کړی د خپلو مصلحتونو لپاره توظیفوي .
کوم مهال چې د امریکا په مشرۍ استعماري قوتونو پرافغانستان نظامی یرغل تر سره کړ ، اوبیا ئې وغوښتل چې د نړیوال سیاست په ډګر کې خپل یرغل او اشغال ته قانونی بڼه ورکړی نو ئې د افغانستان د سیاسی برخلیک دټاکلو لپاره د بون کنفرانس دایر کړ ، خو څرنګه چې استعماری قوتونود خپل تور تاریخ په اوږدو کې دا حربه ( نړیوال کنفرانسونه )هم د خپلو نا وړه جرمونو د تبریر لپاره توظیف کړی دي ، نو د بون کنفرانس ئې هم د خپلو ناوړه یرغل او اشغال د تبریراو دافغانستان دسیاسی واکمنۍ د ترلاسه کولو لپاره وګماره . د نړیوالې ټولنې تر نامه لاندې ئې د بون کنفرانس د افغانستان د سیاسی برخلیک د ټاکلو لپاره دایرکړل ، او یوازی هغه سیاسی ډلې ئې ورته دعوت کړی ، چې د دوی یرغل ئې پرافغانستان باندې شونی کړ، خو پدې کنفرانس کې نه د ملت ریښتینی استازی وو ، اونه هم د هغه وسلوالې نظامی ډلو استازی وو، چې د یرغل په وړاندې ئې د مقاومت پالیسی خپله کړه ، یوازی هغه سیاسی ډلې او قوتونه پکښې شریک شول چې د افغانستان د سیاسی برخلیک په سر ئې د اشغالګرو ځواکونو سره معامله وکړه ، او دبون په کنفرانس کې ئې د استعماری قوتونو د پلان څخه سرغړونه نه شوی کولای ، او په پای کې ئې هغه طرحه شوی پلان ته پرته له کوم بدلون څخه غاړه کیښوده . د بون په کنفرانس کې د امریکا په مشرۍ د استعماری غاصب قوتونو پلان ټکی په ټکی تطبیق شو، سره لدې چې د بون په کنفرانس شریک شوی ډلې د لویدیځ مخالفې سیاسی افغانی ډلې ګڼل کیدې ، او دلویدیځ په مقابل کې د راپرزیدلی قطب روسیه ،ایران ،هند نه ئې حمایت تر لاسه کاوه ، خو دافغانستان سیاسی اقتدار ته درسیدو په هیله دغو ډلو د لویدیځ لمن هم ونیوله ،اوسربیره پدې ایران په دغو ډلو کې د خپل نفوذ په بنسټ امریکا او لویدیځ ته دا خدمت وکړ ، چې دا ډلې ئې قانع کړی ، تر څو د بون کنفرانس پریکړو ته غاړه کیږدی ، او حمایت ئې وکړی .
د بون په کنفرانس کې چې د افغانستان د سیاسی برخلیک اړوند کومې پریکړې وشوې ، د افغانستان د سیاسی معضلې یوه مهمه برخه ، چې نظامی او وسلوالې ډلې دي ، او د ملت اراده وه له پامه وغورځول شول . د افغانستان په معضله کې دا طرف یو حقیقت دی که څوک ئې مني او که ئې نه مني ، اودا طرف د هغو ډلو د مشورې په اساس له پامه وغورځول شو ، چې د افغانستان د سیاسی برخلیک په ټاکلو کې ئې د لویدیځ سره معامله وکړه ، څرنګه مو چې وړاندې وضاحت وکړ . نو ځکه دا کشاله حل نه شوه ، او کوم جګړه ایز حالت چې باید ختم شوی وی ، په خپل حال پاتی شو . د لویدیځ استعماري قوتونو د نظامی یرغل او اشغال سره د افغانستان سیاسی واک هم د افغانستان د کشالې د یواړخ په مرسته په لاس کې واخیست ، او د نړیوال سیاست په ډګر کې ئې ورته قانوني بڼه هم د بون د کنفرانس له لارې حاصله کړه .
خو په عملی ډګر کې هغه څه چې د افغانستان لپاره پلان شوی ؤ، له ستونزو سره مخ شول . په عربي ژبه کې یو متل دي وایي (تجری الریاح بما لا تشتهی السفن ) وايی : باد هغې خوا ته لږیږي چې کیښتۍ ئې نه غواړی . دقیقا په افغانستان کې هم داسې وشول ، باد هغې خوا ته لږیږی چې استعماری قوتونه ئې نه غواړی . د وخت په تیریدو او د حالاتو په بدلیدو سره ستونزې او کړاونه هم زیاتیدل . لدې کبله دافغانستان د سیاسی ثبات اواستقراراو اقتصادی ودې لپاره په لندن کې هم یو نړیوال کنفرانس را وبلل شو، که څه هم په نړیواله میډیا کې د افغانستان د کړکیچن وضعیت نه د وتلو عنوان ورکړ شوی ؤ ، خو د پردې ترشا هغه ستونزې وڅیړل شوی ، چې د ناتو د غړو هیوادونو ترمنځ د افغانستان د جګړې اړوند پیدا شوی وی . كه په نړيواله كچه د ناټو دغړيو هيوادونو سياسي تګلاره او راكړه وركړه وڅيړل شي، نو داسې ښكاري، چې د ناټو د پيمان هيوادونه د افغانستان د وضعيت په هكله په يوه واحده استراتيژۍ د راټوليدلو اړوند ستونزې لري، كه څه هم له اساسه د افغانستان په جګړه کې د ناټو هيوادونو د خپل دستور نه سرغړونه كړې ده، خو د خپل پياوړي ملګري (امريكا) د رضا لپاره يى په جګړه کې برخه اخيسته ده، او کيدی شي چې، ګڼ شمير د ناټو د پيمان هيوادونه په خپل راتګ افغانستان ته پښيمانه هم وي، كه امريكا د خپل غچ اخيستو لپاره افغانستان ته راغلې ده، كه بريتانيا د خپلې شرميدلې ماتې غچ په سر کې پالي او د امريكا ملګرې شوې ده ، خو د اورپا ګن شمير هيوادونه د افغانستان له كشالې سره هيڅ تړاو نلري او نه غواړي چې ویې لري، ځكه دا هيوادونه هغه تور تاريخ نشي هيرولي چى د كمونزم د وحشت اوبربريت په چاپيريال کې يې تيركړﺉ دی، كه امريكا ته د اطلس اوقيانوس د يو پياوړي سپر په څير پروت دي، نو دا هيوادونه خو د روسيې اوچين چى په ټول قوت سره په نړيوال سياسي او اقتصادي ډګر کې راولاړ شوي، له جغرافيايى لحاظه شريكه پوله لري، نو کېدي شي له دې ځايه فكر كوي، چې له خپلو ګاونډيو سره خپلې اړيكې د امريكا په حساب ډيرې ستونزمنې نكړي او يوډول تعادل او توازن وساتي، او نه غواړي چى د امريكا اوبريتانيې په استعماري كړۍ کې دخپل ګاونډيو هيوادونو سره دښمنۍ ته ادامه وركړي، چېرته چې دوی په دې دښمنۍ کې كومه ځانګړې لاسته راوړنه نه ويني، او د خپل ويجاړ او كمزوري اقتصاد د پياوړتيا په فكر كه دي .
دا ګمان هم شته دی ، چى دا هيوادونه هغه پايله د افغانستان د سياسي كشالې په هنداره کې ګوري، كومه چى د بريتانيې امپراتورۍ د ځواكونو يوه ژوندي پاته شوي جنګيالي د بريتانيې حكومت ته انځور كړله، او كومه پايله چى د روسيې د پوځونو مشر ګروموف يې په هكله د افغانستان څخه د وتلو په مهال داسې ویلی ؤ : "پدي تورو غرونو کې موږ له خپل تاريخ سره سره خپله جغرافيه هم له لاسه وركړله" . د لوديځ د سياسي مبصرينو په نظرد افغانستان د سياسي كشالې پايله د تيرو شويو يرغلګرو ځواكونو په څير بريښي، نو کېدی شي، چې دا هيوادونه په افغانستان کې د امريكا پايله هم دا ډول ګوري .
د افغانستان د سياسي، نظامي، اقتصادي اوتولنيز ثبات لپاره د لندن په كنفرانس کې كه ډير څه پلان شوي ؤ، اوغړيو هيوادونه به په هغو مهمو مسايلو خبرې وكړي، چې د افغانستان په ستونزمن سياسي حالت کې ئې ژور اثر درلود. په افغانستان کې د يرغلګرو هيوادونو نظامي ونډه ، د لندن د محوري او بنيادي پريكړو څخه وه ، همدا راز د افغانستان اقتصادي پرمختګ او بيا رغونه به هم تر څيړنې لاندي ونيول شوه، خو دا ټولې هغه ستونزې دي، چې له نظري اړخه د لندن په كنفرانس کې وڅيړل شوي، خو په عملي ډګر کې دا كنفرانس هم دافغانستان دملت د تیر ایستلو لپاره یو کنفرانس ؤ ، څرنګه چې له دې وړاندې تيرشوي كنفرانسونه وو، دير كتونكي پدې باور دي، چې د ناټو ګڼ شمير هيوادونه د افغانستان د ګرداب څخه د وتلو لاره لټوي، او نه غواړي، چې نور د امريكا د جنګي استراتيژيو ښكار شي . دلندن د كنفرانس يوه بنسټیزه پریکړه دا هم وه چې د افغانستان د دولت له لوری د ملي سولې لپاره وړاندې شوی طرحه نافذه شي او په کنفرانس کې راټول شوی هیوادونه ئې ملاتړ وکړی ، مګر امریکا په افغانستان کې د دولت هغه هڅې شنډې کړې چې د سولې اړوند ئې په کار اچولی وی ، په عملی ډګر کې امریکا د هغو پریکړو ضد راونه ده چې د لندن په کنفرانس کې شوی وې .
اوس که په نړیواله میډیا کې د کابل د نړیوال کنفرانس بنیادي محورونه : اقتصادی پرمختګ ، ښه حکومتداري او د امنیت تامین اعلان شوی ، او دا هغه محورونه دی ، چې د افغانستان سیاسی ثبات او استقرار ورباندې سمبالیدای شي ، که چیرې د مسالې ټول اطراف پرې راټول شوی وای ، او د یوې ټاکل شوې اجنډا په رڼا کې ورباندې لید لوری وړاندې کړی وای، او په پای کې په یوه واحده ستراتیژۍ سره متفق شوی وای ، او دا کار هغه وخت شونی دی ، چې د پیدا شویو ستونزو ټول مسؤل اطراف پرې راټول شي ، نه دا چې یو اړخیزه غونډه وی او د یوه اړخه نه پریکړې صادری شي ، اوعملی بڼه ئې شونې نه وي .
ډیر کتونکې پدې اند دي ، چې دا کنفرانس هم اشغلګرو قوتونو د خپلو مصلحتونو لپاره په لاره اچولی دی ، او پدې کنفرانس کې هم غواړی خپلو جنایتونو ته دتبریر قانونی بڼه پیدا کړی ، د اقتصادی پراختیا او ودې تر عنوان لاندې د افغانستان ثروتونه غارت کړی ، د دې کنفرانس له لارې هغه ارزښتناکه اقتصادی پروتوکولونه حاصل کړی ،چې د افغانستان د معدنونو د استخراج لپاره ورته اړتیا ده . او د امنیت د تامین په ډګر کې خپل نوی پلان چې د سیمیزو ملیشو تشکیل دی ، افغانان په خپل منځ جګړه کې ښکیل کړی او دوی له مخامخ ګواښ نه ځان وژغوری ، اود ښې حکومتدارۍ تر عنوان لاندې د افغانستان اوسنی سیاسی اداره ، چې غواړی د کومې انګیزې په بنسټ په افغانستان کې ملی پخوالاینه ممکنه شي ، د اداری فساد د تورپه پلمه ترخپل فشار لاندي وساتی ، ترڅو د دوی اسلام ضد او افغان ضد پلانونو ته خنډ نه شی ، او هر سیاسی خوزښت ئې د دوی د سیاسی ستراتیژۍ له چوکاټه وتلی نه وی .
عبدالرحمن فرقانی .