نړۍ: په هره ثانیه کې دوه کسه بې ځایه شوي دي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۹مه) معلومات ښيي، چې په نړۍ کې په ۲۰۱۷ میلادي کې ۶۸ میلیون خلک په زور بې ځایه شوي دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره ویلي، په تېر ۲۰۱۷ کال کې په نړیواله کچه په زور د بې ځایه شویو کډوالو شمېر تر ۶۸ میلیون اوښتی و، چې دوه پر درې برخه یې د سوریې، افغانستان، جنوبي سودان، میانمار او سومالیا وو.
 
ددغې ادارې په تازه راپور کې راغلي، چې د کډوالو د نړیوال کړکېچ اصلي لاملونه وسله والې نښتې او د ځورونې او تاوریخوالي بېلابېل ډولونه دي.
 
ویل شوي، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې ۶۸٫۵ میلیونه وګړي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل شوي، چې ۱۶٫۲ میلیونه په یاد کال کې یو یا دوه ځلې بې ځایه شوي دي.
 
د دغه ادارې په حواله، هره ورځ کابو ۴۴۵۰۰ کډوال یا په هره ثانیه کې دوه کسان بې ځایه شوي. په راپور کې راغلي، له څه باندې ۶۸ میلیون بې ځایه شویو وګړو څخه ۲۵٫۴ میلیونه یې د شخړو، ځورونې او د ښکېلو ډلو د جګړو له کبله بې ځایه شوي.
 
په راپور کې ترکیه له ۳٫۵ میلیون کډوالو ته د سرپناه په ورکولو سره، په نړیواله کچه د نورو هېوادونو پرتله لوی کوربه هېواد یاد شوی، چې ډېری کډوال له ناامنه ګاونډۍ سوریې ورغلي دي.