ټرمپ: که اوباما له کېم سره لیدلي وای نو هغه به رسنیو اتل یاد کړی و

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۹مه) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د شمالي کوریا له مشر سره یې لیدنه بریالۍ وه.

هغه پر خپل ټویټر ویلي، که چیرته اوباما د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدلي او پایلې ته رسیدلی وای نو رسنیو به ورڅخه یو ملي اتل جوړ کړی و.
 
په وینا یې، په دې لیدنه کې ما یوه لویه لاسته راوړنه وکړه چې میلیونونه خلک مې له مرګ او جنګ څخه وژغورل.
 
ایسوشیټیډ پریس، د ټرمپ په حواله ویلي، چې د شمالي کوریا مشر سره د ناستې او لیدنې څخه وروسته به هیڅ ګواښ نه پېښيږي.

بل خوا هلته د ټرمپ ځينې مخالفین بیا په دې باور دي چې ټرمپ د شمالي کوریا پر وړاندې له ډيرو شیانو تېر شوی او د هغوي غوښتنې یې ډیرې منلي دي.