کیم جونګ اون چین ته تللی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریزوغبرګولې۲۹مه) راپورونه کاږي، چې د شمالي کوریا مشر چین ته رسېدلی دی.
 
نوموړي تېره اونۍ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سنګاپور کې وکتل.
 
هلته د شینهوا خبري اژانس خبر ورکړی، چې کیم جونګ اون به د جون تر شلمې پورې په چین کې وي، خو د سفر په اړه یې نور ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.
 
دا په تېرو درېیو میاشتو کې چین ته د نوموړي درېیم سفر دی، لومړی ځل دی چې د چین رسنۍ مخکې له مخکې دغه هېواد ته د کیم جونګ اون د سفر په اړه خبرونه خپروي.