منظور پښتین د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې پاکستانی حکومت یې دې ملګري ژر تر ژره له بندخونو ازاد کړي او که دا کار و نه کړي نو ددوی غورځنګ به په ټول پاکستان کې پراخ لاریونونه پيل کړي.
 
هغه تر سبا پورې د پاکستان حکومت ته وخت ورکړی دی، چې په اسلام اباد کې یې دې نیول شوي ملګري خوشي کړي.
 
د ښاغلي پښتین په وینا، د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې پراخ ظلمونه پیل کړي دي او ددوی خاوره یې سور اور ګرځولې ده.
 
د هغه په وینا، پاکستاني پوځ ته په کار ده، چې نور خپل ظلمونه ختم کړي او د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي.