جاپان کې زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۸مه) د رویټرز لیکلي، چې نن سهار اته بجې د جاپان په اوساکا ښار کې شدیده زلزله شوې ده.
 
ویل  شوې، چې په دې پېښه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان دي او څلور وژل شوي دي.
 
ځايي سرچینو په وینا، دمګړی د ۱۷۰ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.
 
معلوماتو له مخې، اوساکا د جاپان دویم ستر صنعتي ښار دی.
 
د جاپان چارواکو په سیمه کې د بېړنیو مرستو سپارښتنه کړې ده او په وینا یې د ستونزو د حل لپاره چټکې هڅې پیل شوې دي.