دسبا کوڅه کې

 
کـوکـه دمـجـنـون شـوم،دلـيلا کـوڅـې تـه لاړمه
څاڅکې وم،درياب شوم،داشنا کوڅې ته لاړمه
اوښـکـه شـومـه وڅـڅـيــدم سـتـرګـو دبلبل ځينې
پـرخـه دبـهـار شـوم ، دبـيـديـا کـوڅـې تــه لاړمــه
ګـل رانـه مـخ پـټ کـړ ، خـو اغـزيــو راتـه وخـنـدل
عـقـلـه! ورتـه ځـيـرشـه ، دادچـا کـوڅـې تـه لاړمه
تـاوه شـوه لـه زړه نـه مـې لـمـبـه داورنـې نـظـــــر
دود دسـپـيـلـنې شـوم ،دښـکـلا کـوڅې ته لاړمه
وځـلـيـده سـتـورې مـې پـرون دمـسـتـقبـل په مخ
راغـلـم لـه پــرونــه ، دســبـــا کــوڅــــې تــه لاړمــه
ووتـم دبــاغـه ، خـو غــنــچــه ديــار دزلـفــو شـوم
مات مې کړ زنځير، داستغنا کوڅـــې تـــه لاړمه