
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۲مخه) په راپورونو له مخې، د ایران انقلابي ساتونکو قومندان تورن جنرال قاسم سلیماني ویلي، چې د لبنان په ټاکنو کې د سعودي مداخلې حزب الله له بریا څخه منع نه کړ.
ښاغلي سلیماني ویلي، چې د حزب الله بریالیتوب د ایران په ملاتړ هغه مهال رامنځته شو کله چې سعودي د هغه پر وړاندې پیاوړی او په ډیرو پیسو لګولو یې پیل وکړ.
ویل شوي، چې سعودي چارواکو لبنان کې په ټاکنو 200 میلیونه ډالر لګولي دي.
معلومات ښيي، چې په سوريه، عراق، لبنان او يمن کې د حزب الله ډله په لاسوهنه تورنه کړې خو دا زموږ د ډلې برياليتوب دی چې د حزب الله ډله یې له مقاومت څخه د حکومت مقاومت ته واړوله.
د حزب الله ډلې عمومی منشي حسن نصر الله د بریالیتوب په اړه ویلي، د مقاومت له پاره لوی بریالیتوب دی، نوموړي زیاته کړه، د نوي پارلمان جوړښت به د پوځ، خلکو او مقاومت ساتونکی او تضمین کوي.