
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۲مه) په راپورونو کې راغلي، چې د روسیې په ولګا سيند کې د دوو بېړيو په ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
هلته د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي ، د ژغورنې عمليات نن هغه مهال پای ته ورسېدل چې پلټونکو د ۱۱مې قربانۍ چې ښځه وه، مړی وموند.
ویل شوي، تر ټکر وروسته پنځه کسان ژغورل شوي وو چې درې يې بستر شوي دي.
د ټکر لامل تر اوسه نهدی معلوم شوی.