
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۲مه) له مودو ځنډ وروسته ټرمپ او کیم جونګ اون نن په سنګاپور کې په ځایي وخت ۹ بجې له یو بل سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، د امرېکا ولسمشر ټرمپ ویلي، هیله لري چې شمالي کوریا ورته یو ښه ملګری وي او خبرې ښې پایلې ولري.
دغه دوه مشران د رسنیو پر وړاندې ۴۰ دقیقې راڅرګند شوې ي.
د ناستې په اړه به یې ډير جزئیات وروسته خپرېږي.
د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ له کلونو راهیسې د اټومي وسلو د لرلو له امله اړیکې ترینګلې وې خو په دې وروستیو ۷ کلونو کې ددوی ترمنځ یو کړکیچ رامنځ ته شوی و.